پنټګان: د ایران نیابتي ډلو په یوه میاشت کې ۶۱ ځله پر امریکايي اډو بریدونه کړي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۷

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان وايي، د ایران نیابتي ځواکونو له نږدې یوې میاشتې راهیسې په عراق او سوریه کې د امریکا پر اډو او تاسیساتو ۶۱ ځله بریدونه کړي دي.
د پنټګان په وینا تر اوسه په عراق کې ۲۹ او په سوریه کې ۳۲ ځله بریدونه شوي دي.

پنټګان زیاتوي، چې تر ۵۰ زیات بریدونه تر ډېره حده بې اغیزې وو، خو په پاتې بریدونو کې د متحده ایالاتو د اډو ۶۰ کارمنان سرسري ټپيان شوي دي.
د پنټګان په وینا، ډېری زیان د چاودنو له امله رامنځته شوی او ټول سرتېري بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
د بغداد له حکومت سره د شوې هوکړې له مخې امریکا په عراق کې شاوخوا دوه زره او په سوریه کې شاوخوا ۹۰۰ پوځیان لري. دغه ځواکونه له داعش سره د مبارزې لپاره منځني ختیځ ته استول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو