• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له پاکستانه څه باندې اوه زره کډوال هیواد ته راستانه شول

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۳ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه افغانستان ته د څه باندې اوه زره کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی. د دغه وزارت په خبره، د لړم له ۲۴مې تر ۲۶مې نیټې پورې اوه زره او پنځه سوه او ۶۰ تنه د سپین بولدک او تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، له دغې لارې د څلور زره او ۲۱۲ تنو او د پاکستان له زندانه د څلورو خوشې شویو کسانو په ګډون ۷۶۶ کورنۍ کیږي په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته راستنې کړای شوې دي.
سرچينه زياتوي، يادې کورنۍ د سپين بولدک په سرحدي اداره کې تر نوم لیکلو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ، د ډنمارک د کډوالو شورا، د خوړو نړيوال سازمان او د کډوالو د نړيوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې دي.
د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، د ۲ زره ۷۳۱ کسانو په ګډون ۵۳۴ کورنۍ په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
سره له دې چې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د اېستلو په لومړیو ورځو کې زرګونه افغانان د سپین بولدک او تورخم له لارو په ډیرې چټکۍ سره و اېستل شول، خو په دې وروستیو کې د کډوالو د اېستلو بهیر پڅ شوی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۴

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۵
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي