• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني نظامیان وایي، که برخلیک ته یې پام ونه شي ممکن ځینې یې «د فلسطین جګړه کې ښکېل شي»

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د افغانستان د پخوانیو نظامیانو کمېټه وايي، که د طالبانو له خوا د دوی د نیولو او وژلو د مخنیوي هڅه ونه شي، ښايي دا پوځیان «د اوکراین په څېر د فلسطین او منځني ختیځ زیاتېدونکې جکړې ته ور ګډ شي.» دا کمېټه په پرانیستي لیک کې له کانګرېس غواړي چې د دوی برخلیک ته کلکه پاملرنه وکړي.

دغه کمېټه په خپل لیک کې له واشنګټن دا هم غواړي چې د طالبانو په شکنجه کې د سلګونو پخوانیو نظامیانو د سملاسي خوشي کولو هڅه هم وکړي.

د پخوانیو نظامیانو کمېټه د شنبې په ورځ په یوه لیک کې چې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلی، زیاتوي چې شمېر یې له پنځو زرو ډېر دی.

دوی وايي، له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې وجنګېدل خو د جمهوریت تر پرځېدو وروسته تر بل هر پاړکي کم پام ورته شو.

دوی هیله ښيي چې برخلیک ته یې پام وشي او هسې نه د مجبوریت له امله د نړۍ د امنیت او ثبات په دوښمنانو بدل شي.

د دې کمېټې په باور، طالبانو له ټولبښنې سره پخواني نظامیان شکنجه او ووژل، ځکه ډېر پاکستان او ایران ته کډه شول او ممکن د فشار او بې سرنوشتۍ له امله د سیمې د حکومتونو، ترهګرو ډلو او نشه ييي توکو د قاچاق سره یو ځای شي.

دوی د لیک په پاې کې له کانګرس غواړي چې د پخوانیو نظامیانو د نیولو او وژلو د مخنیوي لپاره پر طالبانو فشار واچوي او زیاتوي، «که داسې ونه شي، څنګه چې د اوکریان جګړه کې د دې ځواکونو د حضور شاهد یو، د فلسطین او منځني ختیځ مخ په زیاتېدونکې جګړه کې به یې هم شاهد شو.»

د تېر کال د اکتوبر په وروستیو کې ځینې سرچینو افغانستان انترنشنل ته وویل، چې ایران دغه هېواد ته تللي پخواني افغان نظامیان د روسیې په ملاتړ د اوکراین جګړې ته هڅوي.

د دې سرچینو په خبره، له پخوانیو افغان نظامیانو سره ژمنه شوې چې جګړې ته د تلو په شرط به ښه تنخا او د روسیې وګړتوب ور کړل شي.

د تېر اکتوبر پر ۷ د حماس او اسراییل د جګړې له پیلېدو راهیسې د ایران ملاتړو وسلوالو ډلو په یمن او عراق کې د امریکا پرضد بریدونه کړي او همدارنګه د لبنان حزب الله ډلې هم د اسراییل پوځیان په نښه کړي دي.

په دا مهال ځینې ویدیووې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې چې پکې ایران مېشت افغان کډوال د فلسطین جګړې ته د تللو خبرې کوي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول

۵

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي