• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډان نیوز: د پاکستان د "سټراټیژیک ژوروالي" نظریې ناکامي، افغان کډوال قرباني کړل

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۷ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د افغان کډوالو پر شړلو نیوکه کړې او لیکلي یې دي، چې د اسلام اباد دغه ګام پر کابل د فشار راوړلو او د پاکستان د "ستراتیژیک ژوروالي" د نظریې د ناکامۍ له امله دی. پاکستاني حکومت تر اوسه پورې نږدې درې نیم لکه افغان کډوال له پاکستانه اېستلي دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستانۍ رسنۍ «ډان نیوز» د «کډوالو قرباني» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي: «دا مهال د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه د څه باندې یو میلیون او ۷ لکه مسلمانو افغان کډوالو اېستل پیل شوي چې په ۱۹۴۸ کال کې د صهیونیستي اسراییلو له لوري له اېستل شویو فلسطینیانو دوه برابره زیات دي.»

مقالې د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي چې آن هغه افغانان چې د استوګنې قانوني اسناد لري هم له هېواده اېستل کېږي او افغان اتباعو ته دېرش ورځې وخت ورکړل شوی چې خپلې شتمنۍ وپلوري او دا حکم يې کړی چې هرې کورنۍ ته یوازې ۵۰ زره کلدارو د وتلو اجازه ورکړل شوې ده. چې شاوخوا 180 امریکايي ډالر کیږي، مقاله وړاندې لیکي: «له دې څخه ډیر بې رحمه څوک کیدای شي؟ صهیونیستان؟»

دغې رسنۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د قبایلي وګړو د تګ راتګ له پاره د ویزو په لګولو د نیوکې په کولو سره زیاته کړه: «د افغان کډوالو مسله په هیواد کې دننه د مذهبي هویت پر بنسټ د رامنځته شويو تضادونو ډېرېدل په ډاګه کوي.»

په مقاله کې دا هم راغلي: «په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره چلند باید له نړیوالو نورمونو سره سم او د بشري حقونو او انساني کرامت ته په پام سره وشي او لږ تر لږه هغه کسان چې په پاکستان کې زېږېدلي دي، باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي چې له نورو سره مساوي حقونه ولري.»

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۴

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۵

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو