• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د هرات رباط سنګي ولسوالۍ زلزله ځپلو ته ۷۳۰ کورونه جوړویږي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۱۳ GMT+۰

طالبانو د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د ۷۳۰ کورونو د جوړولو د چارو پیل خبر ورکړ. د طالبانو د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان وکړ چې د دغه ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په دریو کلیو کې به د زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۷۳۰ کورونه جوړیږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري آژانس د خبر له مخې، د دغو کورونو ټوليیز ارزښت له څلورسوه میليونو افغانيو څخه زيات دى .

باختر خبري آژانس د يکشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) خبر ورکړ چې د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر او د هرات د زلزله ځپلو د کميسیون وياند مولوي احمدالله متقي ویلي چې دغه کورونه به د ٤٥ ورځو په اوږدو کې جوړ شي.

په هرات ولایت کې تېره میاشت د خونړۍ زلزلې له امله څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او تر ۳۰ زره ډېر د استوګنې کورونه یې ویجاړ او یا هم سخت زیانمن کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې ۱۷۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

طالبانو ژمنه کړې چې د زنده جان ولسوالۍ د هغو ۲۰ ویجاړو شویو کلیو لپاره به ۲۱۴۶ د استوګنې کورونه جوړ کړي، چې په زلزله کې تر ټولو زیانمن شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د ملي دفاع وزارت هم د هرات د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ۳۶ میلیونه او ۵۷۴ زره افغانیو د کورونو د جوړولو خبر ورکړی و.

له زلزلې وروسته د طالبانو د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال هم هرات ولایت ته په یوه سفر کې ژمنه وکړه چې دغه ډله به د هرات د زلزله ځپلو لپاره اساسي او بشپړ کورونه جوړوي.

دا لا څرګنده نه ده چې آیا په زلزله ځپلو سیمو کې به د استوګنې د کورونو جوړولو په اړه د طالبانو ژمنې عملي شي او که نه.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي