د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اوبو ویالې ته د موټر لوېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ کسان مړه شوي دي.
دا پېښه نن دوشنبه د (لړم ۲۹مه) له غرمې مخکې د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ د شپږم ډراب په سیمه کې رامنځته شوې.
د پېښې له ځایه عینې شاهدان وايي، د سورلۍ یو وړوکی موټر چې د یوې کورنۍ شپږ تنه پکې سپاره و د یادې ولسوالۍ له مرکزه د ولسوالۍ بلې سیمې ته په لاره وو، موټر یې له اوبو ډکې ویالې ته وغورځېد او ډوب شو چې پکې ناستو ټولو ژوند له لاسه ورکړ.
د پېښي شاهدان وايي، د سیمې اوسېدونکو د یادو کسانو د ژغورلو ډېرې هڅې وکړې خو ونه توانېدل چې د دغو کسانو ژوند وژغوري.
شاهدان وايي، په دغه پېښه کې موټر چلونکی، یوه ښځه او څلور ماشومان مړه شوي.
د موټر د غورځېدو لامل لا نه دی معلوم خو ډیری وخت داسې پېښې د موټر چلولو پر مهال د ناپامۍ له امله رامنځته کیږي