امریکايي پوځ د بګرام له اډې د وتلو د شېبې نوی فلم خپور کړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۹

له څه باندې دوو کلو وروسته امریکايي پوځ له بګرام اډې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو نوی فلم خپور کړ.

امریکايي پوځ د جمعې په شپه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۱مه په افغانستان کې له خپلې اصلي هوايي اډې بګرام څخه ووتل.

هغوی له بګرام څخه د افغان حکومت له خبرولو پرته وتلي و.

دغه اوه نیمې دقیقې فلم "په افغانستان کې د ۷۵ځانګړو ځواکونو د کنډک میراث" په نوم په امریکا کې د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مناسبت خپور شو.

د امریکا پوځ د جګړې فلم اخیستونکی لانډون کارټر په بګرام کې د امریکايي پوځیانو د وروستیو لسو ورځو د شتون او له دې ستراتیژیکې اډې د وتلو د وخت شېبې ثبت کړې.

د فلم موضوع د امریکا د پوځ د ۷۵ ځانګړو ځواکونو د کنډک فعالیتونه دي، هغه ځواکونه چې شل کاله یې په بګرام کې پراته وو، او د بهرنیو ځواکونو وروستۍ ډله وه چې د کابل له سقوط څخه ۴۲ ورځې مخکې د چنګاښ د میاشتې په ۱۱ مه نیټه له دغې اډې څخه ووتله.

په ویډیو کې ښکاري چې امریکايي پوځیان د شپې په تیاره کې د بګرام په هوايي اډه کې د دغه هېواد بیرغ راښکته کوي او په یوه C-130 کارګو الوتکه کې سپاره او له افغانستانه وځي.

د بګرام هوايي اډه شاوخوا شل کاله په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو مهم او ستر مرکز و، چې په افغانستان کې د امریکا سل زره پوځیان پکې ځای پر ځای و.

دغه ستراتیژیکه اډه چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د پخواني شوروي ټلوالې د ځواکونو له خوا جوړه شوې وه، د ۲۰۰۱ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې د امریکا په مشرۍ د ناټو ټلوالې ځواکونو اصلي مرکز و.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ