په بادغس او هرات کې یو ځل بیا د زلزلې ټکانونه حس شوي

له بادغس څخه یو شمېر سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نن د شپې ۱۱:۰۳ بجې یې د زلزلې ټکانونه حس کړي دي. زلزلې د بادغس کلا نو، د هرات زنده جان، غور ماچ او یو شمېر نورې سیمې لړزولې دي.

بل خوا د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې پر خپلې ویب پانې لیکلي، چې دغه زلزله د ریختر په کچه ۴،۶ درجې وه، چې د بادغس د ځینو سیمو په ګډون یې د هرات یو شمېر سیمې لړزولې دي.

یاده ویب پاڼه زیاتوي، چې د زلزلې دغه ټکانونه د ایران او ترکمنستان په یو شمېر سیمو کې هم حس شوي دي.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.