• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د طالبانو د کابینې غونډه په کندهار کې د ملا هبت الله په مشرۍ جوړه شوه

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۶ GMT+۰

له کندهاره یوه معتبره سرچینه وايي، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه له دوو ورځو راهیسې د کندهار په منډیګک ماڼۍ کې روانه ده.

طالبانو د دې غونډې او د هغې د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي؛ خو سرچینې وايي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل د دوی له مهمو موضوعاتو څخه دي.

په کندهار کې سرچينې زیاتوي، چې طالبانو له تېرو درېيو ورځو راهيسې په دغه ښار کې سخت امنيتي تدابير نيولي او د ښاريانو پر تګ راتګ يې بنديز لګولى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په کندهار کې منډيګک ماڼۍ تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ملا محمد يعقوب او سراج الدين حقاني او د طالبانو د استخباراتو عمومي مشر عبدالحق وثيق ګډون نه درلود.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د طالبانو د لومړي وزير مرستيال ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون د طالبانو پر يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سربېره د دې ډلې د استخباراتو عمومي رياست يو شمېر چارواکي هم ګډون لري.

ځینو سرچینو ویلي، چې په دې ناسته کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبرې د کېښودو په اړه هم خبرې شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د قطر حکومت په کندهار کې د يوه ٤٠٠ بستريز روغتون د جوړولو کار پیل او د دغه روغتون د کار د پيل لپاره به قطري چارواکي کندهار ته سفر وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو مشر یوازې کندهار کې د دغې ډلې د کابینې د غونډې مشري کړې ده.
​

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۳

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول