قطر: ډېر ژر به په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل کړو

د روسیې سپونټیک خبري اژانس د طالبانو له قوله لیکلي، چې قطر ورسره د کندهار په ښار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو ژمنه کړې. دغه اژانس د طالبانو د روغتیا وزارت د ویاند له قوله لیکلي، چې د روغتون د جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شي؛ خو په دې برخه کې یې زیات جزییات نه دي ورکړي.