• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له فشارونو وروسته طالبانو د المرصاد وېبپاڼې د پاکستان ضد خپرونې تر نامعلوم وخته وځنډولې

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۱:۵۲ GMT+۰

طالبانو ته د نېږدې وېبپاڼې المرصاد په اداره کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د پاکستان د حکومت د فشارونو او شکایتونو وروسته د طالبانو استخباراتو المرصاد نشراتي ارګان مسوولینو ته امر کړی، چې د پاکستان ضد خپرونې دې تر نامعلومه وخته پورې وځنډوي.

نن سې شنبه (د لړم ۳۰مه) د المرصاد نشراتي اداره کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو ورته لارښونه کړې چې د داعش - خراسان پرضد خپرونو ته ادامه ورکړي.

المرصاد وېبپاڼه په وروستیو کې د پاکستان او داعش ـ خراسان څانګې ترمنځ د اړیکو په تړاو ګڼ شمېر پرلپسې راپورونه او لیکنې خپرې کړې دي.

المرصاد وېبپاڼې داسې معلومات خپاره کړل، چې د طالبانو دوی ته به واک کې ورکړي وو.

په دغو معلوماتو کې راغلي وو، چې طالبانو د پاکستان او ایران سره د داعش خراسان په تړاو معلومات شریک کړي دي او نیوکه دا وه، چې پاکستان په خپله خاوره کې د داعش خراسان څانګې مشرانو پر ضد کوم اقدام نه دی کړی.

المرصاد اردو اېکس پاڼه چې ډېری لوستونکي یې پاکستانیان دي؛ د تېرو شپږو ورځو راهسې کوم ټویټ نه دی کړی.

100%

سرچینې واي؛ طالبانو وروسته دا اقدام پورته کړ چې دوه یوه اونۍ وړاندې المرصاد د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان یو مضمون د اردو په شمول په څو ژبو خپور کړ، چې د پاکستان حکومت له غبرګون سره مخ شو.

سرچینې زیاتوي، پاکستان په رسمي ډول طالبانو ته شکایت وکړ چې د دوی تر واک لاندې المرصاد نشراتي ارګان د دوی پرضد خپرونې کوي او د دوی ضد ډلو راپورونه او لیکنې خپروي.

طالبانو ته نېږدې المرصاد وېبپاڼه د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند له خولې ویلي وو، چې داعش د پاکستاني استخباراتو لخوا په دولتي مېلمستونونو کې ساتل کیږي.

د احسان الله احسان په په لیکنه کې ویلي وو، داعش ته دنده ورکړې شوې وه چې تحریک طالبان پاکستان مات کړي او جګړه د پاکستان پر ځای افغانستان ته یوسي.

ددې راپور په اړه مو د المرصاد مسوول مدیر علي غورځنګ ته د اېکس پر پاڼه پېغامونه ولیږل؛ خو کوم ځواب مو ترلاسه نه کړ.

المرصاد وېبپاڼه په کابل کې د طالبانو واک ته رسېدو سره فعاله شوې ده او د داعش اړوند ټول خبرونه په دغه وېبپاڼه کې نشریږي.

طالبان په دې کار سره غواړي چې د دوی تر کنټرول لاندې په نورو داخلي رسنیو کې د داعش اړوند راپورونه نشر نه شي ترڅو عامه فکرونو باندې منفي تاثیر ونه کړي او دغه ډله همېشه کوښښ کوي، چې خلکو ته وايي په افغانستان کې داعش وسلوال فزیکي حضور نه لري.

ډېر لیدل شوي

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي
۱

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۲

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۳

ماتې پوزې او ټپي بدنونه؛ د ایران او ترکیې پر پوله د افغان ځوانانو ربړول

۴

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۵

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي