د ملګرو ملتونو راپور ته د ایران غبرګون: طالبانو د نشه يي توکو تولید او قاچاق لا پراخ کړی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۷

ایران د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړی، چې په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې د ۹۵ سلنه کموالي ښيي.

د ایران د نشه یي توکو د کنټرول ادارې ویلي، چې په افغانستان کې نه یوازې دا چې د تاریاکو کښت کم شوی بلکې څو چنده زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو راپور چې د نومبر په پنځمه خپور شو ښیې، چې په افغانستان کې پر نشه يي توکو د طالبانو بندیز د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کمښت راوستی؛ خو د تېر کال د معلوماتو له مخې د افغان بزګرانو عاید درې چنده شوی دی.

په ایران کې د نشه یي توکو د کنټرول د مرکزي دفتر د نړۍوالو اړیکو مشر امیر عباس لطفي د ملګرو ملتونو د موندنو په غبرګون کې وویل، چې په افغانستان کې نه یوازې د نشه یي توکو تولید کم شوی؛ بلکې طالبانو د نشه یي توکو تولید لا پسې پراخ کړی دی.

لطفي د تېر کال د ملګرو ملتونو یو بل راپور ته اشاره وکړه او په ډاګه یې کړه، چې د افغان بزګرانو عاید ناڅاپه درې چنده زیات شوی، چې تر څلور میلیاردو ډالرو ډېر شوی دی.

هغه وویل: «له افغانستان څخه ایران ته د مخدره موادو دودیز قاچاق، لکه تریاک او د رواني موادو قاچاق اوس هم دوام لري».

ایران اروپایي بازارونو ته د مخدره توکو د قاچاق لپاره د پام وړ بازار په توګه پېژندل کیږي. د لویدیځو او سیمه ییزو استخباراتي ادارو راپورونه ښیي، چې ایران د خپلو نیمه پوځي ملګرو سره په منځني ختیځ او لویدیځ کې د مخدره توکو د قاچاق په شبکو کې د پام وړ رول لوبوي.

څېړنې ښيي، چې له ايران څخه عربي هېوادونو، جنوب ختيځې اسيا او اروپا ته د نشه يي توکو د لویو بستو په لېږد رالېږد کې د پام وړ زياتوالى راغلی.

خو ایراني چارواکي بیا پړه پر لویدیځو حکومتونو وراچوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ