اسيايي پرمختيايي بانک پاکستان ته د ۱۸۰ ميليونه ډالرو پور ورکولو موافقه وکړه
د اسیا پراختیايي بانک د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پاکستان ته یې د ۱۸۰ میلیونه ډالرو پور ورکولو موافقه کړې ده. دا پیسې د پنجاب ایالت په دوو ښارونو راولپنډۍ او بهاولپور کې د اوبو رسولو او د جامدو کثافاتو د مدیریت په ګډون د ښاري خدماتو سکتور کې کارول کیږي.
دا پور د هغو لسو میلیاردو ډالرو یوه برخه ده، چې د تېر کال له ویجاړونکو سېلابونو وروسته دمرسته ورکوونکو له خوا پاکستان سره ژمنه شوې وه.
دا سېلابونه چې د ساینس پوهانو په وینا؛ د نړۍ د تودوخې له امله رامنځته شوي، لږترلږه 33 میلیونه خلک اغیزمن کړي او د مونسون موسم له پیل څخه د جون له نیمایي څخه د نومبر تر نیمایي پورې یې له ۱,۷۰۰ څخه ډېر خلک وژلي دي.
اسلامي پراختیايي بانک ۴.۲ میلیارده ډالر، نړیوال بانک ۲ میلیارده، سعودي عربستان یو میلیارد ډالر او اروپايي ټولنې، چین، فرانسې او امریکا هم له پاکستان سره د تېر کال د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي لپاره د مرستې ژمنه کړې ده.