• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میاخیل: طالبانو په افغانستان کې استبدادي ملایي نظام رامنځته کړی چې په نړۍ کې ساری نه لري

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۰ GMT+۰

په تاجکستان کې د هرات د امنیتي ناستې په وروستۍ ورځ د افغانستان د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست او د جمهوري غوښتونکو خوځښت مشر شاه محمود میاخیل وویل، چې طالبان پر خبرو اترو باور نه لري او کومه تګ لاره چې دوی غوره کړې، په افغانستان کې بلې جګړې ته لار پرانیزي.

هغه زیاته کړه: « طالبانو په افغانستان کې استبدادي ملایي نظام رامنځته کړی چې ساری یې د نړۍ په هېڅ اسلامي هېواد کې نه لیدل کیږي».

هغه وویل، چې افغانانو د تېرو نظامونو له سقوط څخه هېڅ عبرت نه دی اخیستی.

نوموړی زیاتوي، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې افغان سیاستوال په دې نه دي توانېدلي، چې یو واحد موقف جوړ کړي، چې هم یې د افغانستان خلک ومني او هم نړۍواله ټولنه.

هغه دې ته په اشارې سره چې د سیمو هېوادونو هم د افغانستان د نظامونو له سقوط څخه عبرت نه دی اخیستی زیاته کړه، چې ټول په تعامل کې خوښ دي.

هغه وویل: «تعامل د سیاسي پلوه یوه بې معنا، ناچاره او بې نتیجې پروسه ده. هغه وخت موږ افغانستان لپاره کار کولی شو، چې هلته یو مشروع او قانونمنده نظام شتون ولري؛ که داسې نه وي افغانستان د سیمې او سیمه د افغانستان لپاره خطر ده».

هغه زیاته کړه، چې له پخوانیو روایتونو، پالیسیو او فکرونو چې د نظام د سقوط لامل شو؛ "نه شو کولې پر افغانستان حاکمیت ولرو".

نوموړي په سیمه او نړۍ کې له طالبانو سره د تعامل پر سیاست نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه سیاست په افغانستان او سیمه کې افراطیت زیاتوي: "د سیمې او نړۍ تر منځ د تعامل پالیسي به په سیمه کې افراطیت ته وده ورکړي" ځکه چې طالبان په سیمه کې له ټولو افراطي ډلو سره د مبارزې اراده او وړتیا نه لري . نه د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک مخi نیولی شي، نه د تحریر ګوند، نه هم د داعش او نه هم د القاعده ».

نوموړي د غونډې د یوې ګډنوالې د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په افغانستان کې ټولو اقشارو سربېره پر دې چې له جمهوري دولت په جوړښت کې په یو نه یو ډول دخیل وو، د هماغه نظام پښې وهلې او د نظام په تخریب کې یې رول لوبولی دی.

شاه محمود میاخېل په یادې غوڼډې کې د ملي سرود او پښتو ژبې ژباړن پر نشتون هم نیوکه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکو ورته مجلسونو کې ملي سرود وغږول شي او د غونډې د ګډونوالو لپاره د پښتو ژبې ژباړن هم موجود وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ او نېږدې سیمې زلزلې لړزولي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۶ GMT+۰

له بدخشان څخه یو شمېر سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نن د شپې ۹:۱۵ بجې یې د زلزلې ټکانونه حس کړي دي.

د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۸مه) پر خپلې ویب پانې لیکلي، چې دغه زلزله د ریختر په کچه ۴،۳ درجې وه، چې د بدخشان اشکاشم او فیض اباد سیمې یې لړزولې دي.

د یادې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې؛ د زلزلې ټکانونه په کابل، کندز، بغلان، ننګرهار، لغمان، پروان او پنجشیر ولایتونو کې هم حس شوي دي.

یاده ویب پاڼه زیاتوي، چې د زلزلې دغه ټکانونه د تاجکستان او پاکستان په یو شمېر سیمو کې هم حس شوي دي.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د متقي سلاکار: سیاسي مخالفین د ایران د پخواني پاچا د کورنۍ په څېر سرګردانه دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۵ GMT+۰

په تاجکستان کې د هرات د امنیتي ناستې په دویمه ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سلاکار د دغې ډلې پر سیاسي مخالفینو سخته نیوکه کړې ده.

ذاکر جلالي د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي، چې مخالفې څېرې محبوبیت نه لري او دا د طالبانو لپاره «یو سیاسي فرصت» دی.

ذاکر جلالي د مخالفینو برخلیک د ایران له شاه سره تشبیه کړ او ویې ویل، چې دوی د ایران د پخواني پاچا د کورنۍ په څېر سرګردانه دي.

رضا پهلوي د ایران د پخواني شاه محمد رضا زوی له دغه هېواده بهر د ایران د مخالفو له مخکښو شخصیتونو څخه دی.

هغه له لویدیځو هېوادونو غواړي چې د ایران د نسکورولو لپاره دې سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

جلالي پر اېکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «د امارت له سیاسي فرصتونو څخه یو هم دا دی چې په وطن کې یې دښمنان منفوره دي، نړۍوال جاسوسان دي او دوي هېڅ ملي او دینې ارزښت ته پابنده نه دي».

هغه په ​​مسکو او دوشنبه کې د وروستیو غونډو پر ګډونوالو او رسنیو نیوکې وکړې او هغوی یې د «امریکا، فرانسې او اسراییل په خدمت» تورن کړل.

د هرات یوولسمه امنیتي غونډه چې "په افغانستان بیا فکر کول - بېلابېلې حل لارې" تر سرلیک لاندې د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۶ مه د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې ترسره شوه، د اسماعیل خان په ګډون د طالبانو پر ضد یو شمېر مخالفو څېرو مدنې فعالانو او د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونو یو شمېر استازو ګډون درلود.

اېکسپرس ټرېبیون: طالبان له پاکستاني طالبانو سره د مقابلې لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۰

ایکسپرس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي؛ طالبانو له پاکستانه غوښتي، چې له پاکستاني طالبانو سره د مقابلې لپاره متبادلې لارې وړاندې کړي.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې افغان طالبان اندېښمن دي، چې که د پاکستان تحریک طالبانو پر ضد اقدام وشي، نو د دوی جنګیالي به له داعش سره یوځای شي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د طالبانو د تحریک پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د پاکستان ایکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د (لیندۍ په ۷مه) په یوه راپور کې د سرچینو په حواله لیکلي، چې طالبان او پاکستان د "مناسبو چینلونو" له لارې تماس نیولی دی.

پاکستاني چارواکو په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د پاکستان د طالبان له تحریک سره جګړه وکړي او د هغوی پټنځايونه له منځه یوسي.

پاکستان وايي، چې ټي ټي پي له افغانستانه په پاکستان کې تخریبي ترهګریز فعالیتونه کوي.

ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان هڅه کوي، چې پاکستاني طالبان بې واکه کړي؛ خو افغان طالبان له دغې ډلې سره د مقابلې لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ اسلام اباد د خپل پوځ د قوماندې له تغیر وروسته د طالبانو تحریک سره د خبرو اترو بهیر لغوه کړی.

د افغانستان تر واک لاندې طالبانو د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د منځګړیتوب هڅه وکړه، چې بريالي نه شوه.

ازادۍ جبهې په پلخمري کې څلورو وسلوالو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د ازادۍ په نوم د طالبانو یوې وسلوالې مخالفې جبهې ادعا کړې، چې د بغلان په مرکز پلخمري کې یې د طالبانو د استخباراتو پر ښاري مدیریت برید کړی، چې له امله یې درې وسلوال طالبان وژل شوي او یو ټپي دی.

د ازادۍ جبهې نن سې شنبه (د لیندۍ اوومه) پر خپلې اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د ښاري استخباراتو د مدیریت پر دروازې یې نن ماښام ۶:۳۰ برید کړی دی.

په ویډیو کې ښکاري، چې څو تنه د شپې له تیارې په استفادې یوه رڼا ځای ته لاسي بمونه غورځوي او له هغې وروسته چاودنه رامنځته کیږي.

تر اوسه په دې اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د ازادۍ جبهې یاد برید تایید یا رد کړي؛ خو تېره ورځ یادې جبهې په کابل کې درې پرلپسې بریدونه کړي وو، له لږ تر لږه لسو طالبانو ته یې پکې د مرګ ژوبلې ادعا کړې وه.

د ملګرو ملتونو راپور ته د ایران غبرګون: طالبانو د نشه يي توکو تولید او قاچاق لا پراخ کړی

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۵ GMT+۰

ایران د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړی، چې په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې د ۹۵ سلنه کموالي ښيي. د ایران د نشه یي توکو د کنټرول ادارې ویلي، چې په افغانستان کې نه یوازې دا چې د تاریاکو کښت کم شوی بلکې څو چنده زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو راپور چې د نومبر په پنځمه خپور شو ښیې، چې په افغانستان کې پر نشه يي توکو د طالبانو بندیز د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کمښت راوستی؛ خو د تېر کال د معلوماتو له مخې د افغان بزګرانو عاید درې چنده شوی دی.

په ایران کې د نشه یي توکو د کنټرول د مرکزي دفتر د نړۍوالو اړیکو مشر امیر عباس لطفي د ملګرو ملتونو د موندنو په غبرګون کې وویل، چې په افغانستان کې نه یوازې د نشه یي توکو تولید کم شوی؛ بلکې طالبانو د نشه یي توکو تولید لا پسې پراخ کړی دی.

لطفي د تېر کال د ملګرو ملتونو یو بل راپور ته اشاره وکړه او په ډاګه یې کړه، چې د افغان بزګرانو عاید ناڅاپه درې چنده زیات شوی، چې تر څلور میلیاردو ډالرو ډېر شوی دی.

هغه وویل: «له افغانستان څخه ایران ته د مخدره موادو دودیز قاچاق، لکه تریاک او د رواني موادو قاچاق اوس هم دوام لري».

ایران اروپایي بازارونو ته د مخدره توکو د قاچاق لپاره د پام وړ بازار په توګه پېژندل کیږي. د لویدیځو او سیمه ییزو استخباراتي ادارو راپورونه ښیي، چې ایران د خپلو نیمه پوځي ملګرو سره په منځني ختیځ او لویدیځ کې د مخدره توکو د قاچاق په شبکو کې د پام وړ رول لوبوي.

څېړنې ښيي، چې له ايران څخه عربي هېوادونو، جنوب ختيځې اسيا او اروپا ته د نشه يي توکو د لویو بستو په لېږد رالېږد کې د پام وړ زياتوالى راغلی.

خو ایراني چارواکي بیا پړه پر لویدیځو حکومتونو وراچوي.