• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د متقي سلاکار: سیاسي مخالفین د ایران د پخواني پاچا د کورنۍ په څېر سرګردانه دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۵ GMT+۰

په تاجکستان کې د هرات د امنیتي ناستې په دویمه ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سلاکار د دغې ډلې پر سیاسي مخالفینو سخته نیوکه کړې ده.

ذاکر جلالي د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي، چې مخالفې څېرې محبوبیت نه لري او دا د طالبانو لپاره «یو سیاسي فرصت» دی.

ذاکر جلالي د مخالفینو برخلیک د ایران له شاه سره تشبیه کړ او ویې ویل، چې دوی د ایران د پخواني پاچا د کورنۍ په څېر سرګردانه دي.

رضا پهلوي د ایران د پخواني شاه محمد رضا زوی له دغه هېواده بهر د ایران د مخالفو له مخکښو شخصیتونو څخه دی.

هغه له لویدیځو هېوادونو غواړي چې د ایران د نسکورولو لپاره دې سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

جلالي پر اېکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «د امارت له سیاسي فرصتونو څخه یو هم دا دی چې په وطن کې یې دښمنان منفوره دي، نړۍوال جاسوسان دي او دوي هېڅ ملي او دینې ارزښت ته پابنده نه دي».

هغه په ​​مسکو او دوشنبه کې د وروستیو غونډو پر ګډونوالو او رسنیو نیوکې وکړې او هغوی یې د «امریکا، فرانسې او اسراییل په خدمت» تورن کړل.

د هرات یوولسمه امنیتي غونډه چې "په افغانستان بیا فکر کول - بېلابېلې حل لارې" تر سرلیک لاندې د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۶ مه د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې ترسره شوه، د اسماعیل خان په ګډون د طالبانو پر ضد یو شمېر مخالفو څېرو مدنې فعالانو او د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونو یو شمېر استازو ګډون درلود.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

اېکسپرس ټرېبیون: طالبان له پاکستاني طالبانو سره د مقابلې لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۰

ایکسپرس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي؛ طالبانو له پاکستانه غوښتي، چې له پاکستاني طالبانو سره د مقابلې لپاره متبادلې لارې وړاندې کړي.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې افغان طالبان اندېښمن دي، چې که د پاکستان تحریک طالبانو پر ضد اقدام وشي، نو د دوی جنګیالي به له داعش سره یوځای شي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د طالبانو د تحریک پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د پاکستان ایکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د (لیندۍ په ۷مه) په یوه راپور کې د سرچینو په حواله لیکلي، چې طالبان او پاکستان د "مناسبو چینلونو" له لارې تماس نیولی دی.

پاکستاني چارواکو په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د پاکستان د طالبان له تحریک سره جګړه وکړي او د هغوی پټنځايونه له منځه یوسي.

پاکستان وايي، چې ټي ټي پي له افغانستانه په پاکستان کې تخریبي ترهګریز فعالیتونه کوي.

ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان هڅه کوي، چې پاکستاني طالبان بې واکه کړي؛ خو افغان طالبان له دغې ډلې سره د مقابلې لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ اسلام اباد د خپل پوځ د قوماندې له تغیر وروسته د طالبانو تحریک سره د خبرو اترو بهیر لغوه کړی.

د افغانستان تر واک لاندې طالبانو د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د منځګړیتوب هڅه وکړه، چې بريالي نه شوه.

ازادۍ جبهې په پلخمري کې څلورو وسلوالو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د ازادۍ په نوم د طالبانو یوې وسلوالې مخالفې جبهې ادعا کړې، چې د بغلان په مرکز پلخمري کې یې د طالبانو د استخباراتو پر ښاري مدیریت برید کړی، چې له امله یې درې وسلوال طالبان وژل شوي او یو ټپي دی.

د ازادۍ جبهې نن سې شنبه (د لیندۍ اوومه) پر خپلې اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د ښاري استخباراتو د مدیریت پر دروازې یې نن ماښام ۶:۳۰ برید کړی دی.

په ویډیو کې ښکاري، چې څو تنه د شپې له تیارې په استفادې یوه رڼا ځای ته لاسي بمونه غورځوي او له هغې وروسته چاودنه رامنځته کیږي.

تر اوسه په دې اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د ازادۍ جبهې یاد برید تایید یا رد کړي؛ خو تېره ورځ یادې جبهې په کابل کې درې پرلپسې بریدونه کړي وو، له لږ تر لږه لسو طالبانو ته یې پکې د مرګ ژوبلې ادعا کړې وه.

د ملګرو ملتونو راپور ته د ایران غبرګون: طالبانو د نشه يي توکو تولید او قاچاق لا پراخ کړی

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۵ GMT+۰

ایران د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړی، چې په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې د ۹۵ سلنه کموالي ښيي. د ایران د نشه یي توکو د کنټرول ادارې ویلي، چې په افغانستان کې نه یوازې دا چې د تاریاکو کښت کم شوی بلکې څو چنده زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو راپور چې د نومبر په پنځمه خپور شو ښیې، چې په افغانستان کې پر نشه يي توکو د طالبانو بندیز د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کمښت راوستی؛ خو د تېر کال د معلوماتو له مخې د افغان بزګرانو عاید درې چنده شوی دی.

په ایران کې د نشه یي توکو د کنټرول د مرکزي دفتر د نړۍوالو اړیکو مشر امیر عباس لطفي د ملګرو ملتونو د موندنو په غبرګون کې وویل، چې په افغانستان کې نه یوازې د نشه یي توکو تولید کم شوی؛ بلکې طالبانو د نشه یي توکو تولید لا پسې پراخ کړی دی.

لطفي د تېر کال د ملګرو ملتونو یو بل راپور ته اشاره وکړه او په ډاګه یې کړه، چې د افغان بزګرانو عاید ناڅاپه درې چنده زیات شوی، چې تر څلور میلیاردو ډالرو ډېر شوی دی.

هغه وویل: «له افغانستان څخه ایران ته د مخدره موادو دودیز قاچاق، لکه تریاک او د رواني موادو قاچاق اوس هم دوام لري».

ایران اروپایي بازارونو ته د مخدره توکو د قاچاق لپاره د پام وړ بازار په توګه پېژندل کیږي. د لویدیځو او سیمه ییزو استخباراتي ادارو راپورونه ښیي، چې ایران د خپلو نیمه پوځي ملګرو سره په منځني ختیځ او لویدیځ کې د مخدره توکو د قاچاق په شبکو کې د پام وړ رول لوبوي.

څېړنې ښيي، چې له ايران څخه عربي هېوادونو، جنوب ختيځې اسيا او اروپا ته د نشه يي توکو د لویو بستو په لېږد رالېږد کې د پام وړ زياتوالى راغلی.

خو ایراني چارواکي بیا پړه پر لویدیځو حکومتونو وراچوي.

محسن داوړ ته د خالد ځدراڼ غبرګون: هغه دوه مخي چې پر عدم تشدد باور لري جګړې ته خلک هڅوي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د ملي ډېموکراټیک غورځنګ د مشر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دوی جګړې ته د افغانستان خلک هڅوي.

محسن داوړ په تاجکستان کې د هرات په امنیتي کنفرانس کې ویلي وو، چې په افغانستان کې په زور واکمني نه شي کېدی؛ طالبان د ټوپک په زور افغانستان ته راغلي او باید د ټوپک په زور له افغانستان څخه وایستل شي.

په ورته وخت کې یو شمېر طالب چارواکو او طالب پلوو د نوموړي څرګندونو ته غبرګون ښودلی او محسن داوړ یې په افغانستان کې جګړې ته د خلکو پر ور بللو تورن کړی دی.

د طالبانو د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: "هغه دوه مخي چې لر پر عدم تشدد او بر پر تشدد باور لري تل د افغان وژنې نندارچیان پاتې شوي".

نوموړي په خپل یادښت کې محسن داوړ ته په اشارې زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې جګړې ته خلک هڅوي او د جګړې اور ته لمن وهل غواړي.

هغه لیکلي: " دا ګوډاکۍ څېرې اوس دلته پېژندل شوي، په ټولنه کې یې هغه وقار, عزت او حیثت له لاسه ورکړی".

نوموړي ته ورته یو شمېر نورو طالب پلوو هم په ټولنیزو رسنیو کې ورته خشن غبرګونونه ښودلي او زیاته کړې یې ده، چې افغانان باید جګړې ته ونه هڅول شي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د محسن داوړ نظر هم راواخلو خو ونه توانېدو.

په ورته وخت کې د خېبر پښتونخوا یو شمېر قامپالو سیاستوالو او مدني فعالانو د محسن داوړ له خبرو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې طالبانو افغانستان یرغمل نیولی او له دوی څخه باید د افغانستان خلک وژغورل شي.

حامد کرزی: نړۍواله ټولنه باید د طالبانو حکومت نسکور نه کړي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان له کېودو خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د طالبانو حکومت بايد په هېڅ صورت له منځه ولاړ نه شي او نړۍواله ټولنه بايد د دغې ډلې د نسکورولو هڅه ونه کړي.

ښاغلي کرزي په دې مرکه کې وویل:"موږ د طالبانو په سیاست کې بدلون او اصلاحات غواړو".

د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم باید له واکه ونه غورځول شي او زیاته یې کړه، چې د نجونو د ښوونځیو د دروازو پرانیستل کولی شي د طالبانو مشروعیت ته لاره هواره کړي.

هغه د نجونو د زده کړو په اړه وويل، چې د طالبانو ډېرى برخه د نجونو له زده کړو سره موافقه لري او اړتيا يې هم درک کوي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې دی په افغانستان کې د جګړې او شخړو پلوی نه دی او دا شخړې به وضعیت نور هم پېچلی کړي.

نوموړي ویلي:"له واک څخه د طالبانو په زور ایستل سمه لاره نه ده او نړیواله ټولنه باید له واک څخه د طالبانو د جبري ليري کولو هڅه ونه کړي)).

پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې د ټولو قومونو ترمنځ، چې ځینو یې د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړی، باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي.

ښاغلي کرزي طالبان یو افراطي اسلامي حرکت وباله او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت نسکور نه کړي ځکه چې د ده په وینا طالبان د خبرو په اړتیا پوهیږي. هغه وویل چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل وخت او تیاری ته اړتيا لري.

په دې مرکه کې پخواني ولسمشر بین الافغاني خبرې د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه پیاوړي او اغېزمن حکومت د جوړولو لپاره تر ټولو غوره لار وبلله.

هغه په تېرو دوو لسيزو کې د ډيموکراسۍ په اړه وويل: (( په افغانستان کې د ډيموکراسۍ ناکامي د تېر حکومت او نړۍوالې ټولنې د ناسمو سياستونو له امله ده)).