محقق له روسیې غوښتي، چې د افغانستان کشالې ته حل لاره راوباسي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۸

د افغانستان د وحدت ګوند مشر محمد محقق له روسیې غوښتي، چې د خپلو سیمه‌ییزو ملګرو په ملتیا دې د افغانستان د کشالې له پاره یو حل لاره راوباسي.

محمد محقق چې په دې وروستیو کې مسکو ته د افغانستان په تړاو جوړې شوې غونډې ته وربلل شوی و، د روسیې سپوتنیک خبري اژانس سره په یوې تازه مرکه کې د امریکا پر متحده ایالاتو توندې نېوکې کړي او ویلي یې دي، چې امریکایانو د طالبانو سره د افغانستان پر سر معامله وکړه او همدا اوس هم د طالبانو د ملاتړ له پاره دغې ډلې ته د بشري مرستو په پلمه ډالري کڅوړې استوي.
نوموړي د دغې مرکې په ترڅ کې ویلي، که څه هم چې طالبان په خبرو اترو باور نه لري؛ خو له روسیې یې غوښتي چې د خپل نفوذ په کارولو سره د چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو په ملتیا طالبان دې ته اړ باسي، چې د خپلو مخالفینو سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي.
یو شمېر شنونکي بیا وايي، چې نن سبا هم طالبان او هم یې مخالفان د ختیځ او لویدیځو ټلوالو په لومو کې راګیر دي او هر کله چې طالبان له یوه لوري سره ډېر نږدې شي؛ بل لوری یې مخالفان ځانته نږدې کوي او د دوی پر وړاندې ګټه ورځینې اخلي.
پر طالبانو ستره نیوکه دا کېږي، چې واک یې انحصار کړی د نجونو او ښځو له حقونو یې سرغړونه کړې او د اساسي قانون، ملي بېرغ او نورو بنسټیزو ارزښتونو ته په درنه سترګه نه ګوري او که همدارنګه خپلو کړنو ته دوام ورکوي، د دوی له نظره ښايي عمر یې په افغانستان کې لنډ وي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ