زلزله ځپلو سره ۵۸ ټنه د بشری مرستو جوپه کابل ته ورسېده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۸

اروپايي ټولنې ویلي، چې د دغې ټولنې ۵۸ ټنه بشري مرستې د افغانستان په لویدیځ کې د زلزله ځپلو له پاره د سه شنبې په ورځ د لېندۍ په اوومه نېټه کابل ته رسېدلې دي.
دغې ټولنې ویلي تر هغې چې اړتیا لیدل کېږي، دوی به له افغانستان سره خپلې مرستې جاري ساتي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې او له هغې وروسته پر له پسې ټکانونو د هرات ولایت ولړزاوه، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول.
دا رنګه د دغې زلزلې له امله د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې زرګونه کورونه هم ویجاړ شول.
مرستندویه بنسټونه د ژمي په درشل کې د زلزله ځپلو د وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي دغه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ