• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټربیون: پاکستان له افغان سفیر څخه د حافظ ګل بهادر د سپارلو غوښتنه کړې ده

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۰ GMT+۰

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مشر احضار کړ او هغه ته یې د حافظ ګل بهادر د سپارلو غوښتنه وکړه، چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې یې د وروستي ځانمرګي برید پړه منلې وه.

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت استازی په بنو کې د (نومبر په ۲۶مې) د ځانمرګي برید په غبرګون چې دوه ولسي وګړي په کې ووژل شول او د درېیو سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه نور ټپیان شول، د اعتراض په توګه د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی و.
د پاکستان د دولت د پلټنو له مخې، د بنو ځانمرګی بریدګر افغان و.
د پاکستاني چارواکو په وینا، دا په پاکستان کې د یوه افغان له‌خوا ۱۶م ځانمرګی برید و.
د اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې، پاکستان د طالبانو ډیپلوماټ ته په دغه هېواد کې د بریدونو د ترسره کولو لپاره د افغان خاورې د پرله پسې کارولو په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې.
د ټربیون په وینا، افغان استازي ته څلور مهمې غوښتنې وړاندې شوې دي:
په دغو غوښتنو کې د بنو د بريد په اړه بشپړې پلټنې او د عاملينو پر ضد د ګام اخیستنه هم شامله ده.
همدارنګه د افغان طالبانو استازي ته ویل شوي وو، حافظ ګل بهادر چې یو وخت یې د ټي‌ټي‌پي د یوې څانګې مشري کوله ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.
اسلام اباد هم پر خپله غوښتنه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې «د کابل رژیم باید په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې د استفادې مخنیوی وکړي.»

خو طالبانو تل ویلي، چاته اچازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۳
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۴

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولي: طالب واکمنۍ د قانون حاکمیت له منځه وړی

۵

د نجیب‌الله د وژل کېدو ۳۰م تلین؛ اکثریت ګوند د تېرو ۵۰ کلونو د جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې