جان اڅکزی: د بلوچستان پولیسو ته امر شوی، چې هره ورځ دې تر لس زرو افغان کډوال وباسي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۰

د بریتانیې د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې د بلوچستان د اطلاعاتو لنډ مهالي وزیر جان اڅکزي ویلي، پولیسو ته په کلکه سپارښتنه شوې چې بې اسناده کډوال دې تر نیولو وروسته افغانستان ته ستانه کړي.

پاکستاني چارواکي وايي، ځینې بې اسناده افغان کډوال د پاکستان لېرې پرتو سیمو ته تللي چې ونه نیول شي؛ خو د ښاغلی اڅکزی وایي دوی په لرو سیمو کې هم د پټو شویو افغان کډوالو پلټنه کوي او هغوی به بېرته خپل اصلي ټاټوبي ته ستانه کړي.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې په پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو شمېر یو مېلیون او ۷۰۰ زرو ته رسېږي؛ خو په تورخم او سپین بولدک کې د دوو خواوو چارواکي وايي چې په وروستیو ورځو کې له پاکستانه افغانستان ته د ستنول کېدونکو کډوالو شمېر کم شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له کله چې پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړ، تر دې مهاله ۴ لکه ۱۰ زره افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ