• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد اندېشه: په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۴ GMT+۰

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو پر دوام او په هرات کې له خونړۍ زلزلې وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

نصیر احمد اندېشه د کډوالو د نړۍوال سازمان په ۱۱۴مه غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د وروستیو پېښو له امله په دغه هېواد کې بشري وضعیت ترینګلی دی.

په دې غونډه کې اندېشه څرګنده کړې، چې په هرات کې زلزلې او د افغان کډوالو جبري راستنېدل د افغانستان د حالاتو د لا خرابېدو اصلي لاملونه دي.

ښاغلي اندېشه زیاته کړه: «د افغانستان له نیمایي زیات نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او د طبیعي پېښو او د اقلیم د بدلون په ګډون کورني بې ځایه کېدل هم دوام لري. په هرات ولایت کې وروستیو زلزلو د پام وړ ویجاړتیا او مرګ ژوبله اړولې ده.»

ښاغلي اندېشه دا هم وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په زرګونه متخصصین، پوه کسان او د کار وړ خلک له افغانستانه د وتلو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې له خونړۍ زلزلې وروسته په دغه ولایت کې ګڼ شمېر کورنۍ بې کوره شوي او ډېرو نورو ته د سر درانه زیانونه رسېدلي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري توګه اېستل د پولې دې غاړې ته زیات شمېر کډوال د ژوند له ناوړه شرایطو سره مخامخ کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته افغانستان د بې وزلۍ او بې‌کارۍ په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ شو، چې د انساني ناورین د رامنځته کېدو اندېښنې هم ورسره زیاتې شوې.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۳

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۴
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۵

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟