اسراییل له جګړې وروسته غزه کې د امن سیمې پلان سره د نورې ځمکې د خپلولو اندیښنې راپورته کړې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۱

مصري او سیمه ییزو سرچینو رویټرز ته ویلي، اسراییل څو عربي هېوادونو ته خبر ورکړی، چې غواړي د غزې د پولې په اوږدو کې د فلسطین غاړې ته یوه امنه سیمه رامنځ ته کړي، چې د راتلونکو بریدونو مخنیوی وشي.‌

اسراییل وايي د امن سیمې رامنځ ته کول د غزې لپاره د یوه لوی پلان برخه ده.

په همدې حال کې امریکا او عربي هیوادونو د داسې یوې کړنې مخالفت کړی چې پکې د فلسطین ځمکه لاندې کړل شي.‌

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، اسراییل خپل دغه پلان له خپلو ګاونډیو هیوادونو مصر او اردن او په همدې حال کې، متحده عربي اماراتو سره شریک کړی دی.‌ امارات له اسراییل سره خپلې اړیکې په ۲۰۲۰ کې عادي کړې.

دغو سرچینو دا هم ویلي چې سعودي عربستان ته هم د دې پلان په اړه خبر ورکړل شوی دی ، چې له اسراییل سره اړیکې نه لري او د اکتوبر په اوومه د غزې له جګړې وروسته یې د امریکا په منځګړیتوب د اړیکو د عادي کولو پروسه درولې ده،‌.

دا لا نه ده معلومه چې دغه خبر عربستان ته په څه ډول ورکړل شوی دی.

ویل کیږي چې ترکیې ته هم په دې اړه خبر ورکړل شوی دی.

ډیری دغو هیوادونو لا د اسراییل د پلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د متحده عربي اماراتو یوه چارواکي ویلي چې په غزه کې د جګړې له ختمیدو وروسته به یې هیواد هره هغه پریکړه ومني چې د جګړې خواوې پرې توافق ولري.

دا پلان په غزه د اسراییل د هغو بریدونو د پای ته رسیدو په مانا نه د، چې د جمعې په ورځ د اوه ورځني اوربند وروسته بیا پیل شوي دي.

خو دا ښیي چې اسراییل پر منځګړیو هیوادونو لکه قطر او مصر سربېره تر جګړې وروسته غزې ته د شکل ورکولو لپاره له نورو هیوادونو سره هم اړیکې نیسي.‌

ډیری عربي هیوادونو په غزې د اسراییل بریدونه په کلکه غندلي چې پکې د زرګونو ماشومانو په ګډون یې له ۱۵ زرو ه ډیر ملکیان وژل شوي او د غزې ښاري سیمې یې په پراخه توګه ویجاړې کړي دي‌.

دغه بریدونه پر اسراییل د حماس د اکتوبر د اوومې له برید وروسته پیل شول. د حماس په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات نور یرغمل شوي وو.‌

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ