اسراییل د غزې د خان یونس اوسېدونکو ته امر کړی چې خپلې مېنې پرېږدي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۲

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ د غزې د دویم لوی ښار خان یونس او د دغه ښار په شاوخوا سیمو کې له سخت بمبار وروسته د سیمې اوسیدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه پریږدي.‌

اسراییل د خپلو عملیاتو تمرکز د غزې سویل ته اړولی. دوی ادعا کوي‌ چې د حماس مشران دلته پټ شوي دي.

د اسوشییتید پریس خبري آژانس د رپوت له مخې، په غزه کې میشت فلسطینیان وایي، دوی نو د تګ لپاره کوم ځای نه لري او له اسراییل او مصر سره د غزې ګډه پوله تړل شوې ده.

پر اسراییل د حماس د اووم اکتوبر تر برید وروسته، تل ابیب د غزې په شمال کې میشتو خلکو ته امر کړی و چې د سویل لور ته کډه شي،‌ ځکه چې دوی په شمالي غزه بمبار کوي او د همدې امله د غزې ۲.۳ میلیونه نفوس ډیری برخه اوس په سویل کې میشت شوې.‌

د تخلیې له وروستي امر مخکې، د ملګرو ملتونو څارونکو ویلي وو هغه سیمې چې اسراییل یې د تخليې غوښتنه کوي د غزې څلورمه برخه جوړوي.‌

د یکشنبې په شپه په خان یونس او د سویلي ښار رفح په شاوخوا کې د سختو بمباریو راپورونه ورکړل شوي.‌

همدا راز ویل شوي چې په شمالي سیمو هم بمبار شوی،‌ چې تر دې وړاندې هم په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې سختې ځپل شوې وې.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویلي چې د غزې په سویل کې نږدې یو میلیون بې ځایه شوي کسان د ملګرو ملتونو په ۹۹ مرکزونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې د ملکي خلکو کړاوونه "د زغملو وړ نه دي."

د بل لنډمهاله اوربند لپاره هیلې په ورکیدو دي. د یوې اونۍ اوربند په لړ کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده د ۲۴۰یرغملو له ډلې لسګونه اسراییلیان او بهرنیان د هغو فلسطینیانو په بدل کې خوشې شول چې د اسراییل په زندانونو کې بندیان وو.

خو اوس اسراییل خپل مذاکره کوونکي بیرته دغه هیواد ته بللي دي.‌

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په ماښام ویلي: “موږ به تر هغه جګړې ته دوام ورکړو چې خپلې ټولې موخې ترلاسه کړو او له ځمکنیو عملیاتو پرته د دې موخو ترلاسه کول ناشوني دي."

د اسراییل یوه موخه دا ده چې په غزه کې حماس له واکه لرې کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ