• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور احمد پښتین عریضه کړې ده

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د چمن پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور احمد پښتین عریضه کړې او تر نیول کېدو وروسته یې خیبر پښتونخوا ته لېږدولی دی. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د منظور احمد پښتین په اړه معلومات نه لري او د پولیسو له لوري نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

منظور احمد پښتین تېره ورځ د چمن په پرلت کې تر وینا وروستهح، د بلوچستان ایالت تربت سیمې ته د تلو پر مهال د پولیسو له لورې ونیول شو.
د منظور پښتین پر موټریز کاروان لومړی د پولیسو له لورې ډزې وشوې او وروسته یې نوموړی ونیو او له ځان سره یې یووړ.
د بلوچستان ایالتي چارواکي د منظور احمد پښتین نیول مني او وايي، نوموړی یې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت دېره اسماعیل خان پولیسو ته سپارلی دی.
د بلوچستان پولیسو د منظور پښتین د یوه ساتونکي له لوري پر پولیسو د ډزو په تور عریضه ثبت کړې ده.
د پولیسو له لورې د منظور پښتین له نیول کېدو سره سم، دغه غورځنګ په پاکستان کې د لاریونونو د ترسره کولو خبر ورکړی دی او لومړی لاریون یې د سه شنبې په ورځ د چمن ښار له هغه ځایه پیل کړ، چیرې چې تېره ورځ د پولیسو له لورې پر منظور پښتین ډزې وشوې او نوموړی یې ونیوو.
بل خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین ملګرو پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره کړې او په دغه ویډیو کې ادعا کوي، چې منظور احمد پښتین د پولیسو له لورې نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی طاهر مسید وايي:« تېره شپه د دېره اسماعیل خان د درازنده په سیمه کې د پولیسو د مرکز مخې ته موږ تر سهاره انتظار کاوه، سهار وختي پولیسو نوموړی د دغه مرکز څخه د ډي ای خان په لورې روان کړ. موږ هغوی وڅارل منظور پښتین یې تر صدر تاڼې ورساوه، هلته یې پښتین ته ویلي و، چې نوموړی محکمي ته سپاري او د وکیل غوښتنه یې کړې وه؛ خو هغه وخت پولیسو منظور پښتین په بل موټر کې ولېږداوه او زموږ اړیکه له منظور پښتین سره پرې شوه. اوس موږ نه پوهېږو، چې نوموړی یې چیرې وړی دی.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین تېره ورځ د چمن له پرلت څخه د تربت په لوري روان و، چې د نوموړي پر موټریز کاروان د پولیسو له لورې ډزې وشوې او د ښاغلي پښتین پر موټر د پولیسو له اتو څخه تر نهو مرمۍ لګېدلي دي.
په دغه پېښه کې منظور پښتین ته کوم زیان نه دی رسېدلی؛ خو یوه لاروۍ ښځه په دغه ډزو کې ټپې شوې ده.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

•
•
•

نور کیسې

اصف درانی: له امریکا څخه د راغلي پلاوي سره مو د افغان کډوالو په اړه ګټورې خبرې وشوې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۶ GMT+۰
اصف درانی: له امریکا څخه د راغلي پلاوي سره مو د افغان کډوالو په اړه ګټورې خبرې وشوې
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په اېکس پاڼه لیکلي:« موږ د امریکا د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ په چارو کې د هغه هېواد مرستیالې وزیرې او مل پلاوي سره ګټورې خبرې وکړې.»

هغه لیکلي:« په دغهې لیدنه کې د افغان کډوالو د مېشتېدنې او د هغوی د کډوالۍ په کیسونو کې د چټکتیا په برخه کې مو یو بل سره سلا مشورې ورکړې.»

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو نیوکې کولې، چې ګڼ افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کیسونو د څېړلو له پاره میاشتې کلونه انتظار باسي؛ خو لا یې هم برخلیک نه جوتېږي.


افغان کډوالو هم نیوکه لرله، چې په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د ویزو د نشتوالي له امله د پاکستاني پولیسو له لورې ځورول کېږي او د دوی د مېشتېدنې برخلیک نه جوتېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د د دغه وزارت یو جګپوړې چارواکې به راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته ولاړه شي او له پاکستاني چارواکو سره به پر یو لړ مسایلو خبرې وکړي.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي و، د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ ډلې مرستیاله جولیتا والس نویس به د ډسمبر له څلورمې څخه تر اوومې نېټې پورې په اسلام بباد کې پاتې شي.

د چمن پرلت وهونکي: پولیسو پر پرلت وهونکو برید کړی او دوه کسان يې ټپیان کړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۱ GMT+۰
د چمن پرلت وهونکي: پولیسو پر پرلت وهونکو برید کړی او دوه کسان يې ټپیان کړي
100%

د چمن پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین تر برید او نیولو وروسته تېره شپه د پرلت پر خیمو ډزې کړې او دوه پرلت وهونکو يې ټپیان کړي. د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، پولیس هڅه کوي چې د چمن پرلت پای ته ورسوي. ځکه يې تېره ورځ پر منظور پښتین برید وکړ او بندي يې کړ.

نوموړی وایي تېره شپه ځايي پولیسو د پرلت پر خېمو ډزې کړې او په خېمو کې ناست دوه پرلت وهونکي يې ټپیان کړي.

ښاغلی غوث الله د یادې پيښې په اړه وايي: «له تېرو څو ورځو راهیسې د بلوچستان ایالت ځايي چارواکي په دې لټه کې دي چې د چمن پرلت پای ته ورسوي خو موږ په هیڅ صورت پرلت پای ته نه رسوو. پرون یې منظور پښتین بندې کړ، زموږ پر پرلت یې ډزې وکړې خو موږ قربانۍ ته چمتو یو او موږ به خپلې غوښتنې خامخا د پاکستان په حکومت منو.»

د پېښې عیني شاهدان وايي، د ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او د لا ښې درملنې لپاره باید د کوټې روغتونونو ته ولېږدول شي.

د چمن پرلت مرکزي کمېټې غړی مولوي عبدالمنان وايي: «پولیسو یو ځل زموږ پر ملګرو ډزې وکړې، د ملګرو روغتیايي حالت ښه نه دی خو اوس پولیس له دې ځایه د ټپیانو د لیږد اجازه نه راکوي موږ غواړو د پولیسو د رسمي مکتوب له لارې خپل ټپیان کوټې ته د ښې روغتیا په موخه ولیږدو.»

دغه پرلت له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې روان دی او په دغه موده کې د پرلت وهونکو پر یو شمېر غړو عریضې هم شوې دي، پر پرلت وهونکو تور دی چې په پرلت کې يې د خبرو پر مهال د پاکستان حکومت خلاف ویناوې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا په ورسک سړک یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنې درې ماشومان ژوبل کړي دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۱ GMT+۰
د خیبر پښتونخوا په ورسک سړک یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنې درې ماشومان ژوبل کړي دي
100%

د خیبر پښتونخوا د پېښور په ورسک سړک د یوه ښوونځي مخې ته چاودنه شوې ده. پولیس وایي، چاودنه کې درې ماشومان ټپيان شوي او شاوخوا ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

ځایي پولیس وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې بم د سړک په منځ کې ځای پر ځای شوی و.

د پولیسو په وینا، سیمه د دوی له‌خوا کلابنده شوې او د پېښې ځای ته مرستندویه ډلې هم رسېدلې دي.

دغه جزییات وروستي نه دي.

په تېرو شپږو مياشتو کې دا دويم بريد دی، چې د ښوونځي په ماشومانو ترسره کېږي.

تر دې وړاندې په سویلي وزيرستان کې د ګومل ښوونځي په ماشومانو چاودنه شوې وه، چې پکې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۸ GMT+۰
پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي
100%

په پاکستان کې مېشت افغانان په دغه هېواد کې د پولیسو له‌خوا له مزاحمتونو سرټکوي. دغه افغانان وايي:« نه یوازې دا چې له کوره بهر مو دروي او د اسنادو پوښتنه کوي؛ بلکې هره اونۍ وخت ناوخته د کورونه شاته راځي.»

حاجي داوود چې د پاکستان په پلازمېنه کې مېشت دی، وایي:« د هرې اونۍ په اوږدو کې یو ځلې پولیس ماښام مهال زما د کور ور ټکوي او له ما د اسنادو غوښتنه کوي.»

هغه وایي:« سره له دې چې ما په ځلونو خپل اسناد له دوی سره شریک کړي دي؛ خو بیا هم دوی بیاځلې زما اسناد غواړي او ان کله ناکله پیسې هم اخلي.»

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاهم د افغان کډوالو ځورونه، نیونه او له دغه هېواده یې اېستنه روانه ده، چې کله ناکله ځینې یې د لنډې مودې لپاره د پیسو په بدل کې خوشې کېږي.

تېره اونۍ هم د اسلام اباد په بي۱۷ کې د پولیسو په یولړ عملیاتو کې د یوه ښوونیز کورس د استادانو په ګډون یوشمېر افغانان له نیول کېدو وروسته تورخم ته ولېږدول شول.

د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو چلند تل تریخ و؛ خو د اېستنې پروسه له هغه وخت راهیسې پیل شوه، چې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ چې نور په خپله خاوره کې پردي ناقانونه بهرنیانو ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي او د دوی پر وړاندې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې پراخ عملیات روان دي.

تېره اونۍ د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي وویل، د دغې صوبې پولیسو ته امر شوی چې هره ورځ دې تر لس زرو افغان کډوال له دغې صوبې افغانستان ته ستانه کړي.

د امریکا پخوانی سفیر کیوبا ته په جاسوسۍ تورن شوی دی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۰ GMT+۰
د امریکا پخوانی سفیر کیوبا ته په جاسوسۍ تورن شوی دی
100%

د متحده ایالاتو یو پخوانی ډېپلومات د کیوبا د حکومت لپاره په څلوېښت کلنې جاسوسۍ تورن شوی دی.‌

د امریکا د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي، چې دوی ۷۳ کلن ویکتور مانویل روچا له ۱۹۸۱ کال راهیسې د کیوبا استخباراتو سره د اجنټ په توګه پر کار کولو تورن کړی دی.‌

نوموړي په همدغه کال د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړې وه.‌

روچا چې له ۲۰۰م کال څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې په بولیویا کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه د دندې د ترسره کولو ترڅنګ په ډېرو نورو دولتي دندو کې هم کار کړي، په دې تورن دی چې محرم اسنادو او د بهرني سیاست په اړه معلومات یې له کیوبا سره شریک کړي.‌

د لوی څارنوال میرک ګارلینډ په وینا؛ د روچا ماموریت د متحده ایالاتو په حکومت کې د یو بهرني جاسوس د ځای پر ځای کېدو تر ټولو د لوړې سطحې او اوږدې مودې قضیه ده.‌

روچا په خټه کیوبایې دی او په ۱۹۷۸ کال کې د امریکا دایمي اقامت یا ګرین کارټ ترلاسه کړی و.