کراچۍ کې د طالبانو کونسل: ۱۱۴ افغان بندیان چې د سند په زندانونو کې بندیان وو راخوشې کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۶

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل عبدالجبار رسنیو ته ویلي چې په بندي افغانانو کې پنځه یې ماشومان وو.

هغه وايي خوشې شوي بندیان يې له خوشې کېدو وروسته افغانستان ته لیږلي دي.

نوموړي دا هم وویل چې په تېره نومبر میاشت کې یې هغه ۴۲۷ تنه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې هم لرل، خو پولیسو نیولي وو، هغوی یې هم له زندانونو خوشې کړي دي.

خو په کراچۍ کې وکیلې منیزه کاکړ ویلي چې خوشې شویو کسانو په زندان کې د بند د مودې له بشپړولو وروسته خوشې شوي او په دې کې د طالبانو ډیپلوماټانو ونډه نه لرله.

په کراچۍ کې که څه هم پوليس بيا بيا وايي چې يوازې بې اسناده افغان کډوال نېسي او افغانستان ته يې ليږي خو په کراچۍ کې ميشت افغان کډوال، او د هغوي وکيلانو په وار، وار ویلي چې پوليس اسناد لرونکي مېشت افغانان هم نېسي او هغوي له ځورولو وروسته زندانونو ته استوي، خو په سند کې چارواکو تل دغه ادعاوې ردې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ