• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر: اوکراین امریکا ته پر «دویم ویتنام» بدلېږي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې مشر وایي، له اوکراین د لوېدیځ ملاتړ به دا جګړه د واشنګټن لپاره په «دویم ویتنام» بدله کړي. سرګي ناریشکین اېس وي ار مجلې ته په لیکنه کې زیاتوي، اوکراین به لوېدیځ ته «پر تور غار بدل شي او ډېر خلک او سرچینې به پکې ورک شي.»

د هغه په خبره: «په نتیجه کې امریکا پخپله ځان ته دویم ویتنام پیدا کوي او هره امریکايي اداره به ور سره لاس او ګرېوان وي.»

ویلادیمیر پوتین د تېر کال لومړیو کې اوکراین ته د پوځ لېږلو سره په تېرو شپږو لسیزو کې د روسیې او امریکا ترمنځ د ټکر تر ټولو ستر ډګر پرانیست.

لوېدیځ اوکراین ته د ۲۴۶ میلیارد ډالرو په ارزښت مرسته او وسلې ور کړې، خو بیا هم د کییف بریدونه ناکام شول او مسکو د دغه هېواد پر پنځمه برخه ولکه لري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ناټو او روسیې مخامخ ښکېلتیا د دریمې نړیوالې جګړې د پیلېدو په مانا بولي او وايي، امریکا به اوکراین ته پوځ ونه لېږي.

د ویتنام جګړه د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د سړې جګړې پر مهال وه، چې پکې امریکا د سوېلي ویتنام او چین او روسیه د شمالي ویتنام په ملاتړ جنګېدل.

دا جګړه چې څو میلیونه کسان پکې ووژل شول پر ۱۹۷۵ کال د شمالي ویتنام په بریالیتوب او د امریکا په ماتې سره پای ته ورسېده.

په دې جګړه کې د امریکا تر ۸۵ زره پوځیان هم ووژل شول او په متحده ایالتونو کې یې د جګړې ضد ځواکمن غورځنګ پیدا کړ.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۵

پخوانی اروپایي ډېپلوماټ: طالبان اوس تر القـاعدې ډېر لوی ګواښ دی