• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اڅکزی: که پاکستان تر یوې اونۍ د پرلت غوښتنې ونه مني، پرلت به ټولو پښتني سیمو ته پراخ شي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۰ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي که تر یوه اونۍ د پاکستان حکومت د چمن پرلت غوښتنې ونه مني، دغه پرلت به ټولو پښتني سیمو ته پراخ شي او داسې اعتراض به وکړي چې د مصر د تحریر څلور لارې اعتراضونه به له خلکو هیر شي. نوموړي نن دا خبرې د چمن پرلت پر پنځوسمه ورځ وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ټینګار کړی چې بیا به پرلت یوازې پر چمن د بې پاسپورټه تګ را تګ غوښتنه نه کوي، بلکې د پښتنو د اوبو، وساییلو او اختیار پوښتنه به هم کوي.

هغه ويلي چې د اسلامي شرعیت په اساس که یو جومات لاره بنده کړي وي ، د انسان د احترام لپاره د هغه جومات نړول روا دي.

اڅکزي د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ایا د دوی اغزن تار، چې په ډیورنډ کرښه لګول شوی، تر یو جومات هم سپیڅلی دی؟ هغه د پاکستان حکومت ته په خطاب کې وویل چې خلک له لوږې سره مخامخ دي او تاسې پاسپورټ ترې غواړئ.‌

نوموړي له حکومت نه وغوښتل چې خامخا دې د چمن لاره د بې پاسپورته کسانو پرمخ وازه کړي.

هغه یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې په سند او پنجاب صوبو کې پښتانه تنګوي او کاروبار ته یې نه پریږدي. “په سند او پنجاب کې هر چا ته د کاروبار ازادي ده يو پښتانه تنګول کيږي.”

دغه پښتون سیاستوال وايي:‌ “که په دې خلک خفه کیږي چې دغه پرلت ګناه ده، دا ګناه ما کړې ده او والله که یې پریږدم، ټول خلک به په دغه پرلت کې کښینوم.”

محمود خان اڅکزی وايي د پاکستان په اساسي قانون کې لیکل شوي ‘اسلامي جمهوریت پاکستان’ دروغ دي، ځکه دغه هیواد نه اسلامي دی، نه جمهوریت دی او نه هم پاک خلک پکې اوسیږي.

هغه وايي‌ د چمن پرلت دا وښوده چې د ده په وینا د پاکستان د ظالم حکومت استازی د خلکو د رزق لارې تړي، او کوم حکومتونه چې د خلکو د رزق لارې تړي، د هغوی حاکمیت هیڅوک نه مني.

د چمن پرلت ۵۰ ورځې مخکې وروسته له هغې پیل شو، چې د پاکستان موقت حکومت پرېکړه وکړه، چې وروسته له دې به د چمن پر لاره تګ راتګ یوازې په پاسپورټ او ویزې سره کېدلی شي.

د پاکستان له دې پرېکړې وروسته پر سوداګرو او لغړي اتحاد سربېره د بلوچستان ټول سیاسي او مذهبي ګونونه هم په یوه خوله او د پرلت په ملاتړ له اسلام اباد غواړي چې خپله پرېکړه واخلي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۳
د اسماعیل میاخېل لیکنه

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۴

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۵

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده