• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني کې ځینې پخوانیو افغان حکومتي چارواکو د افغانستان پر راتلونکي سیاسي جوړښت خبرې وکړې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۰ GMT+۰

په جرمني کې د تېر حکومت یو شمېر چارواکو او استازو په یوه غونډه کې د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه خبرې وکړې. دغه يوه ورځنۍ غونډه، چې د «افغان وګړو ګوند» په نوښت جوړه شوې وه، د محمد عمر داودزي، شکریه بارکزۍ او جنرال خدايداد په څېر شخصیتونو برخه پکي اخیستې وه.

د افغان وګړو ګوند هیله څرګنده کړې، چې دا غونډې به د افغانستان د راتلونکي لپاره «ډاډمنه لار نقشه" وي.

دا يوه ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ د دسمبر په ۹ مه د جرمني په دوسلدورف پوهنتون کې «افغانستان کی کارند سیاسي نظام او تلپاتې سوله» په نوم جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د تېر حکومت د چارواکو او د ولسي جرګې پر یو شمېر غړو سربېره د پوهنتونونو استادانو او مدني فعالانو هم برخه درلوده.

د افغان وګړو د ګوند مشر ذاکر حسین ارشاد د افغانستان انټرنشنل خبریال ادریس جویا ته د مسکو، دوشنبې او ويانا وروستيو ناستو ته په اشارې وویل، ګوند یې هڅه کوي: «د دې پر ځای، چې عمومياتو ته ولاړ شی، په مستقیم ډول پر اصلي ضرورتونو او هغو محورونو تمرکز کوي، چې د افغانستان راتلونکې بڼه ټاکلی شي.»

دغه علمي شخصیت ټینګار وکړ، چې سیاسي نظام او د دغه نظام ماهیت له هغو محورونو څخه دی، چې باید بحث پر وشی.

په دې وروستیو اونیو او میاشتو کې په بېلا- بېلو هېوادونو کې د طالبانو پر ضد د مشهورو څېرو څو غونډې شوط دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې دغه غونډې د يو شمېر هغو هېوادونو په ملاتړ، جوړيږي، چې په افغانستان کې ستراتیژیکې ګټې لر، تر څو پر طالبانو فشار راوړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اردوغان: د ملګرو ملتونو امنیت شورا اصلاح ته اړتیا لري

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د سمون غوښتنه وکړه. نوموړي د دې شورا دا څانګړنه هم وغندله چې عړي یې متحده ایالتونو د نورو هېوادونو له پراخ ملاتړ سره سره په غزه کې د اوربند وړاندیز ویټو کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول كې د بشري حقونو په كنفرانس كې وويل: «د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اوربند غوښتنه يوازې د امريكا د ويټو له لارې رد شوې ده، ايا دا انصاف دى؟»

هغه زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا اصلاح ته اړتیا لري.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د امريکا هغه دريځ غندلی، چې پکې یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په غزه کې د حماس او اسراییل ترمځ د سملاسي اوربند پرېکړه لیک ويټو کړی دی.

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې امريکا په دغه ګام سره په غزه کې د «روان ظلم ملګرې او شريکه ده.»

متحده ایالاتو پرون په غزه کې د بیړني بشري اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک مسوده ویټو کړه.

د متحده عربي اماراتو په نوښت، په دغه پریکړه لیک کې د یرغمل شویو کسانو په بیړنۍ او غیر مشروطه خوشې کیدا ټینګار شوی و.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازي مرستيال ویلي و، چې د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه ليک له حقيقته لرې دى.

دغه طرحه د ۱۳ موافقو رایو، د امریکا د یوې مخالفې رایې او د بریتانیا له شنډې رایې سره تصويب نه شوه.

اڅکزی: که پاکستان تر یوې اونۍ د پرلت غوښتنې ونه مني، پرلت به ټولو پښتني سیمو ته پراخ شي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي که تر یوه اونۍ د پاکستان حکومت د چمن پرلت غوښتنې ونه مني، دغه پرلت به ټولو پښتني سیمو ته پراخ شي او داسې اعتراض به وکړي چې د مصر د تحریر څلور لارې اعتراضونه به له خلکو هیر شي. نوموړي نن دا خبرې د چمن پرلت پر پنځوسمه ورځ وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ټینګار کړی چې بیا به پرلت یوازې پر چمن د بې پاسپورټه تګ را تګ غوښتنه نه کوي، بلکې د پښتنو د اوبو، وساییلو او اختیار پوښتنه به هم کوي.

هغه ويلي چې د اسلامي شرعیت په اساس که یو جومات لاره بنده کړي وي ، د انسان د احترام لپاره د هغه جومات نړول روا دي.

اڅکزي د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ایا د دوی اغزن تار، چې په ډیورنډ کرښه لګول شوی، تر یو جومات هم سپیڅلی دی؟ هغه د پاکستان حکومت ته په خطاب کې وویل چې خلک له لوږې سره مخامخ دي او تاسې پاسپورټ ترې غواړئ.‌

نوموړي له حکومت نه وغوښتل چې خامخا دې د چمن لاره د بې پاسپورته کسانو پرمخ وازه کړي.

هغه یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې په سند او پنجاب صوبو کې پښتانه تنګوي او کاروبار ته یې نه پریږدي. “په سند او پنجاب کې هر چا ته د کاروبار ازادي ده يو پښتانه تنګول کيږي.”

دغه پښتون سیاستوال وايي:‌ “که په دې خلک خفه کیږي چې دغه پرلت ګناه ده، دا ګناه ما کړې ده او والله که یې پریږدم، ټول خلک به په دغه پرلت کې کښینوم.”

محمود خان اڅکزی وايي د پاکستان په اساسي قانون کې لیکل شوي ‘اسلامي جمهوریت پاکستان’ دروغ دي، ځکه دغه هیواد نه اسلامي دی، نه جمهوریت دی او نه هم پاک خلک پکې اوسیږي.

هغه وايي‌ د چمن پرلت دا وښوده چې د ده په وینا د پاکستان د ظالم حکومت استازی د خلکو د رزق لارې تړي، او کوم حکومتونه چې د خلکو د رزق لارې تړي، د هغوی حاکمیت هیڅوک نه مني.

د چمن پرلت ۵۰ ورځې مخکې وروسته له هغې پیل شو، چې د پاکستان موقت حکومت پرېکړه وکړه، چې وروسته له دې به د چمن پر لاره تګ راتګ یوازې په پاسپورټ او ویزې سره کېدلی شي.

د پاکستان له دې پرېکړې وروسته پر سوداګرو او لغړي اتحاد سربېره د بلوچستان ټول سیاسي او مذهبي ګونونه هم په یوه خوله او د پرلت په ملاتړ له اسلام اباد غواړي چې خپله پرېکړه واخلي.

روسیه: د غزې په تونلونو کې د سمندر د اوبو خوشي کول "جنګي جرم" دی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د روسيې د استازي مرستيال وايي، که اسراييل د غزې تر ځمکې لاندې تونلونو ته د سمندر اوبه خوشې کړي، دا به "جنګي جرم" وي. دیمیتري پولیانسکي وویل، امکان لري ولسي وګړو د اسراییلي پوځ له بمبارۍ تر ځمکې لاندې تونلونو کې پناه اخیستې وي.

ملګرو ملتونو ته د روسیې د پلاوي د راپور له مخې، دیمیتري پولیانسکي د جمعې په ورځ «د لیندۍ په۱۷مه» د امنیت شورا په غونډه کې وویل: «جنګي جرمونه مخ په زیاتیدو دي. په دې وروستیو ورځو کې، په غزه کې د ځمکې لاندې جوړښتونو ته د سمندري اوبو د خوشي کولو په هکله د اسراییل د پلانونو ټکان ورکوونکي معلومات خپاره شوي.»

ښاغلي پولیانسکي زیاته کړه: "د معلوماتو له مخې، د اسراییل پوځ د پایپونو او پمپونو یو سیسټم جوړ کړی چې د سمندري اوبو پمپ کولو لپاره ډیزاین شوی او دا مهال له متحده ایالاتو سره د داسې یوه پلان د امکان په اړه خبرې کوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خبرداری ورکړی، چې د غزې په تونلونو کې د ولسي وګړو د اوسېدو ډېر احتمال شته.

دغه روسي ديپلومات څرګنده کړه چې پر غزې د اسراييل له بمباريو سره ملکي وګړې بل ځای د تګ لپاره نه لري او ښايي د غزې تر ځمکې لاندې تونلونو کې يې پناه اخيستې وي.

هغه وویل: "هغوی په روغتونونو، ښوونځیو، د کډوالو په کمپونو او د ملګرو ملتونو په تاسیساتو باندې له بمباریو او قصدي بریدونو بل چیرته تښتیدلی شي؟" لکه څنګه چې موږ نن د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه واوریدل، هیڅ خوندي ځای نشته.»

په ملګروملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال وویل: «لویدیځې رسنۍ په داسې حال کې چې د اسراییل پوځ د دغې فیصلې ستاینه کوی، حتی د دې پوښتنې د مطرح کولو هڅه هم نه کوی چې د سمندر د زرګونو متر مکعب د مالګینو اوبو اېستل به د ځمکې لپاره څه پایلې ولري؟»

وال سټریټ ژورنال مخکې راپور ورکړی و چې د اسراییل پوځ په پام کې لري چې غزه کې د حماس د تونلونو شبکې ته سمندري اوبه پمپ کړي.

د کرېکټ ۱۹ کلنو اسيا جام سياليو کې بنګلدېش له اماراتو او سریلانکا له جاپان لوبې وګټلې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ ۱۹ کلنو اسیا جام سياليو په دوهم ګروپ کې بنګلدېش خپله لومړۍ لوبه له متحده عربي اماراتو او سريلانکا بيا له جاپانه وګټله.

نن شنبه د (ليندۍ ۱۸ مه) د ۱۹ کلنو اسيا جام په سياليو کې د بي ګروپ لومړۍ لوبه د بنګلدېش او متحه عربي اماراتو ترمنځ وه.

د لوبي پچه اماراتو وګټله او خپلې سيالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګلدېش په ۴۹.۳ اورونو کې اماراتو ته ۲۲۸ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په دوهمه نيمايي کې د بنګلدېش لوبډلې د اماراتو ټوله لوبډله په ۴۷.۴ اورونو کې د ۱۶۷ منډو په جوړېدو سره وسوځوله.

بنګلدېش دغه لوبه د ۶۱ منډو په توپير وګټله. بنګلدېشي لوبغاړي عاشق الرحمن شېبلي په ۱۰۲ توپونو ۷۱ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د بي ګروپ په دوهمه سيالۍ کې سريلانکا له جاپان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او ډګر ساتنه يې انتخاب کړه.

د جاپان کرېکټ لوبډلې په ۳۷.۳ اورونو کې ۷۵ منډې جوړې کړې.

سريلانکا دغه هدف په ۱۲.۲ اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او دغه لوبه یې د ۷ ويکټو په توپير وګټله.

سبا به ددې سياليو په لړ کې پاکستان له هند او افغانستان به له نيپال سره د لوبي ډګر ته کښته کيږي.

د کرېکټ د ۱۹ کلنو اسيا جام دغه ۵۰ اوريزه سيالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربه توب پرون پيل شوې دي او د ډیسمبر تر ۱۷ به روانې وي.

د ایران سر کونسل:‌ د ویزې ورکړه کې اسانتیا راتلو سره دې افغانان له بې قانونه سفر ډډه وکړي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۸ GMT+۰

په مزارشريف كې د ايران اسلامي جمهوريت سر کونسل دغه هېواد ته د افغانانو په قانوني سفر ټینګار وکړ. سيد حسن يحيوي یوې غونډې ته وویل، د ایران اسلامي جمهوریت په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزو په ورکولو کې ښې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د ایران دولتي رسنۍ صدا و سیما د نني راپور له مخې، په مزار شریف د ایران جنرال کونسل د سیاحتي شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې زیاته کړه، باید مطمین شو چې ایران ته قانوني سفر کوونکي خپل هیواد ته بېرته ستنیږي.

د صدا و سیما په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ایران سفارت او جنرال کونسلګریو په ځانګړې توګه په مزارشریف ښار کې د زیارت او سیاحت لپاره د ویزو د ثبت او صادرولو لپاره د یو سیستم په رامنځته کولو افغان غوښتونکو ته د ویزو ورکولو بهیر چټک او اسان کړی دی.

په دغه راپور کې لیکل شوي دي چې دا اسانتیاوې ایران ته د افغانانو د غیر قانوني او له خطر ډکو سفرونو د مخنیوي په هدف برابرې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ پیلېدو سره ډیری افغانان د بې کارۍ له امله ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران ته له قانوني اسنادو پرته او په بېلابیلو قاچاقي لارو مرګوني سفرونه کوي.

خو په ایران کې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو خلاف ولسي تاوتریخوالی ډېر شوی او حکومت یې هم ستنولو ته مجبوروي.

د ایران امنیتي چارواکو پرون هم وویل، چې په تېره یوه اونۍ کې تر ۱۳ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړل شول.