د نوي زیلنډ د ښځو کرېکټ لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته ماته ور کړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۸

د نوي زیلنډ د ښځو کرېکټ لوبډلې د شل اوره لوبلړۍ په دریمه سیالۍ کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ور کړه.

که څه هم دا لوبه د نوي زیلنډ په ګټه تمامه شوه، خو د لومړنیو دوو لوبو په ګټلو سره پاکستان دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

د نوي زیلنډ په کوین ټاون کې پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډلې لومړي توپ وهلو ته مخه کړه او ۱۳۷ منډې یې جوړې کړې.

خو د نوي زیلنډ لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۵ اورونو کې ۱۰۱ منډو جوړې کړې.

د باران له امله لوبه وځنډېده او د کرېکټ د اصولو له مخې د نوي زیلنډ په ګټه تمامه شوه.

ټاکلې ده چې دواه لوبډلې راتلونکې سې شنبه درې یو ورځنۍ لوبې هم پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ