ایران په مزارشریف کې خپل نوی جنرال قونسل معرفي کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت حمید رضا احمدي په مزار شریف کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ د سرپرست په توګه معرفي کړ.

ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۹مه) راپور ورکړ، چې ښاغلي احمدي مزارشریف ته له خپل سفر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې؛ دوی «د مزار شریف د ماموریت په ساحه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراخولو لپاره د ماموریت د ساحې د وضعیت او د اصلي محورونو او کاري پلان په اړه بحث وکړ.»
حميدرضا احمدي له دې مخکې په بلګراد او دوبلین کې د ايران د اسلامي جمهوريت د نمايندګۍ په دفترونو کې کار کړى دى.
ښاغلی احمدي په عاج ساحل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت موقت شارژدافیر هم و.