د افغان کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې نیپال د ۷۳ منډو په لوی توپیر مات کړ

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۹

د افغانستان له نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو کې نن سیالې لوبډلې نېپال ته د ۷۳ منډو په لوی توپیر ماتې ور کړه.

نېپال د پچې ګټلو سره افغان لوبډلې ته د توپ وهلو چانس ور کړ.

افغان لوبډلې د وروستي اور تر دریو توپ او د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۶۱ منډې جوړې کړې.

د نېپال لوبډلې ټول لوبغاړي د ۴۱ اور تر دویم توپ ټول وسوځېدل او ایلا یې ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

په افغان ځوانانو کې جمشېد ځدراڼ ۱۰۶، نعمان شاه ۶۰منډو جوړولو سره تر نورو ښه وځلېد او لوبډلمشر نصیر خان، فریدون داودزی او محمد یونس د بهترینې توپ اچونې سره تر نورو ښه وځلېدل.

افغانستان د دې سیالیو په لومړنۍ لوبه کې وړمه ورځ له هند ماته خوړلې ده.

د کرېکټ د ۱۹ کلنو اسيا جام دغه ۵۰ اوريزه سيالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربه توب پرون پيل شوې دي او د ډیسمبر تر ۱۷ به روانې وي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ