• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د اوربند د مسودې پرېکړه لیک رایې کارونې ته ږدي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۷ GMT+۰

رویټرز د یو شمیر ډیپلوماټانو په حواله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ به د سه شنبې په ورځ د غزې په اړه د پرېکړه لیک مسوده باندې رایه ورکړي. ویل کیږي چې په دې پرېکړه لیک کې د غزې په تړانګه کې د اسراییل او حماس تر منځ پر سملاسي بشري اوربند ټینګار شوی دی.

دا اقدام وروسته له هغه کیږي چې متحده ایالاتو د جمعې په ورځ په غزه کې د سملاسي بشري اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنه ویټو کړه.

امریکا اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه لیک له حقیقت څخه لرې دی.

د دغه پرېکړه ليک مسوده په ١٣ موافقو رايو، د امريکا د يوې مخالفې او د برېټانيا د يوې ممتنع رایې سره تصويب نه شوه.

د یاد پرېکړه لیک مسوده د متحده عربي اماراتو له خوا چمتو شوې ده او د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې رای اچونې ته وړاندې شوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړي لري، چې له یاد شمیر څخه یوازې امریکا، روسیه، چین، فرانسه او برېټانیا د ویټو واک لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په یوه نادره اقدام کې د ملګرو ملتونو د منشور د ۹۹ مادې په حواله په غزه کې د سملاسي اوربند د رامنځته کولو لپاره د امنیت شورا د اقدام غوښتنه کړې وه او ګواښ یې وکړ چې د امنیت شورا پام دې راوګرځوي.

دا ماده هغه ته اجازه ورکوي چې د امنیت شورا هر هغه مسله چې د نړیوالې سولې او امنیت ساتل له ګواښ سره مخ کړي، د امنیت شورا د پام وړ وګرځوي.

دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو تر منځ د یووالي د رامنځته کولو پنځمه هڅه وه. تر دې مخکې په امنیت شورا کې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې څلور مسودې رد شوې وې.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو چارواکي: طالبان د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه هم نظره نه دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۰
د ملګرو ملتونو چارواکي: طالبان د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه هم نظره نه دي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د یکشنبې په ورځ د دوحې د فورم په غونډه کې وویل، چې طالبان یو متحد نظر لري؛ خو د ښځو د تعلیم په برخه کې سره وېشل شوي دي.

د هغه په ​​وينا؛ د طالبانو د لوړو زده کړو يو پخوانى وزير د ښځو د زده کړو د ملاتړ په تور له دندې ګوښه شوى دى.

ښاغلي بېنېټ د طالبانو د ګوښه شوي چارواکي نوم وانه خیست؛ د لوړو زده کړو اوسنی وزیر ندا محمد ندیم چې د طالبانو له سخت دریځو څخه ګڼل کېږي ترې وړاندې عبدالباقي حقاني د دغه وزارت مشر و.

حقاني د ۱۴۰۰ کال د سنبلې په ٢١مه ويلي وو، چې نجونې د زده کړې حق لري؛ خو بايد په جلا يا غير مخلوط ټولګي کې زده کړې وکړي.

ښاغلي بېنېټ د یکشنبې په ورځ د دوحې د فورم په غونډه کې خبرې کولې، چې یوه موضوع یې د افغان نجونو تعلیم و.

هغه هلته د طالبانو د اختلاف په اړه وویل: "د طالبانو یووالی د دوی یو ځواک دی، ځکه چې دوی یووالی خورا بنسټیز ګڼي.مګر د نجونو د زده کړو په برخه کې زه فکر نه کوم چې دوی دا یووالی ولري.موږ دا توپیر په ځینو بیانونو کې لیدلی دی."

هغه د طالبانو د لوړو زده کړو له پخواني وزير سره د خپلې ليدنې په اړه وويل، چې دغه چارواکي په پوهنتون کې د نجونو لپاره په جلا ټولګيو کې د زده کړو د زمينې د برابرولو خبره کوله.

بینیټ وویل: "موږ د ښځو او نجونو د زده کړو په اړه مفصلې تخنیکي خبرې وکړې. هغه دا نه ویل چې نجونې دې پوهنتون ته نه ځي. بلکه؛ هغه وویل چې څنګه په جلا ځای کې نجونې او میرمنې زده کړې وکړي."

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي په وينا؛ د طالبانو دغه وزير څو مياشتې وروسته له خپلې دندې لرې شو.

طالبانو اعلان کړی، چې د دې ډلې د شریعت له تفسیر سره سم تر اوسه د نجونو او ښځو لپاره ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ لازم شرایط نه دي برابر شوي.

دې ډلې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره مهال ویش هم نه دی وړاندې کړی.

اوو عربي او اسلامي هېوادونو له امریکا غوښتي چې پر اسراییل اوربند قبول کړي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۸ GMT+۰
اوو عربي او اسلامي هېوادونو له امریکا غوښتي چې پر اسراییل اوربند قبول کړي
100%

د قطر په ګډون یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو پر امریکا غږ کړی، چې پر اسراییل له خپل پراخ نفوذ څخه په ګټې اخیستنې دې پر اسراییل فشار راوړي، چې په غزه کې اوربند وکړي.

د قطر، سعودي عربستان، اردن، مصر، فلسطین او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو دا غوښتنه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یادو هېوادنو د بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې له انټوني بلېنکن څخه کړې ده او ویلي یې دي، چې په غزې کې ښايي انساني ناورین له دې هم خطرناک شي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې د په غزه کې د ملګرو ملتونو د سملاسي اوربند قرارداد د نه منلو مساله د ملګرو ملتونو ناکامي بلل شوې او د یادونو هېوادنو د بهرنیو چارو وزیرانو پرې خواشیني څرګنده کړې ده.

له دې وړاندې د متحده عربي اماراتو له خوا ملګرو ملتونو ته د اوربند یو قرارداد وړاندې شو، چې د امریکا له خوا ویټو شو.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر ویلي چې ځکه په غزه کې د اوربند ملاتړ نه کوي چې دا به د یوې بلې جګړې پیلامه وي. د هغه په باور حماس تلپاتې سوله نه غواړي.

تېره اونۍ د اسراییل د پوځ ویاند ویلي وو، چې د دغه هېواد پوځ په ټوله غزه کې عملیات کوي او د حماس د ټولو مرکزونو پر ضد ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي.

دانیل هاګاری زیاته کړه: «د اسراییل پوځ له ترهګرو سره مخامخ کیږي او هغوی وژني.»

په ورته وخت کې د اسراییل د کورني امنیت ادارې مشر رونن بار هم اعلان کړی، چې د دغه هېواد د کابینې موخه نه یوازې په غزه او فلسطیني سیمو کې بلکې په ترکیه او قطر کې هم د حماس او د هغوی د مشرانو له منځه وړل دي.

نوموړي وویل، چې کیدای شي دغې موخې ته د رسېدو لپاره څو کاله وخت ونیسي؛ خو دا کار به ترسره کړي.

ملګرو ملتونو خبر ورکړی دی چې د تلې میاشتې په ۱۵مه نیټه د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د غزې ۷۵ سلنه اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز امریکا ته په رسمي سفر روان شو

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۵ GMT+۰
د پاکستان د پوځ لوی درستیز امریکا ته په رسمي سفر روان شو
100%

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز نن امریکا ته په رسمي سفر روان شو. د عاصم منیر دا سفر له هغه وروسته دی چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ولیدل.

د پوځ د عامه اړیکو په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی منیر به د امریکا له لوړپوړو پوځي او نورو حکومتي چارواکو سره وګوري.

دا امریکا ته د پاکستان د پوځ لوی درستیز په توګه د عاصم منیر لومړنی سفر دی.

تر دې سفر دوه ورځې مخکې د د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په اسلام اباد کې د عاصم منیر سره هم ولیدل.

در دې لیدنې مخکې ښاغلي وېسټ ویلي، امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې له پاکستان سره ولاړه ده.

ښاغلي ویسټد پاکستان له سفر وروسته په خپله اېکس پاڼه لیکلي، جې د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي او له ترهګرۍ سره یې د مبارزې ترڅنګ پر بېلابېلو موضوعګانو بحث کړی دی.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د ټي ټي پي په اړه د شته اندېښنو او د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو په برابریدو هم خبرې کړې دي.

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یو شمېر لاریونوالو د منظور پښتین د خلاصون غوښتنه وکړه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۰
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یو شمېر لاریونوالو د منظور پښتین د خلاصون غوښتنه وکړه
100%

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یو شمېر لاریونوالو د پښتو ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیونه غندلې او دا یې د سوله ییزو تحرکاتو پر وړاندې د پاکستاني پوځ خشن چلند یاد کړی دی. دوی پر نړۍوالو بشري بنسټونو غږ کړی، چې د منظور پښتین د خلاصون په موخه دې د پاکستان پر پوځ فشار راولي.

د کلیفورنیا ایالت په سکرمېنټو ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان د پوځ پر خلاف لاریون وکړ او ویې ویل چې د پاکستان پوځ هڅه کوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ ټپ کړي.

د دغه لاریون یو ګډونوال بهیر غېرت افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې منظور پښتین د غوڅ خاموش او ځپل شوي اکثریت استازی دی او تل یې د پښتنو د حقونو غږ پورته کړی.

نوموړی وايي، چې د پاکستان پوځ له هغه وخته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شوی، په یوه او بله بهانه هڅه کوي چې د دوی غږ خاموش کړي.

له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نور باچا د منظور پښتین له ټولنیزو پاڼو څخه یو ویډیویي پیغام خپور کړی او په دغه پیغام کې يې ویلي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) یې د امریکا د سپینې ماڼۍ مخې ته د پاکستان حکومت له لوري د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې لاریون کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په چمن کې د پولیسو له لوري تر نیول کېدو څو ورځې وروسته د پنج شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د پولیسو له لوري د اسلام اباد ترهګرۍ ضد محکمي ته وسپارل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د اسلام اباد پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین په داسې حال کې محکمې ته وړاندي شو، چې په لاسونو کې یې هتکړۍ او پر سر یې توره کڅوړه اغوستل شوې وه.

د پاکستان د بلوچستان ایالت پولیسو درې ورځې وړاندې ښاغلی پښتین ونیو او د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پنجشبې په ورځ د اسلام پولیسو ته امر وکړ، چې منظور پښتین د ۷ ورځو لپاره په زندان کې وساتي.

د منظور پښتین وکیل د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د دغې پرېکړې مخالفت کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور احمد پښتین شپږ ورځې وړاندې د چمن د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې له چمن پرلت څخه د بلوچستان د تربت په سیمه کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون لپاره دې سیمې ته روان و.

نواز شریف له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه وکړه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۳ GMT+۰
نواز شریف له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه وکړه
100%

د پاکستان پخواني لومړي وزیر د افغانستان، هند او ایران په ګډون له ګاونډیانو سره د خپل هېواد د اړیکو پر ښه والي ټینګار وکړ او ویې ویل، د پاکستان نړیوال شهرت له ګاونډیانو سره په دوستانه اړیکو پورې تړلی. نواز شریف زیاته کړه، له ګاونډیو سره د اړیکو ښه کول د ده د ګوند په اجنډا کې دي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۸ مه) په لاهور کې د خپل ګوند د پارلماني پلاوي په شپږمه غونډه کې وکړې.

د دغه رپوټ له مخې نوازشريف وويل: که د يو هېواد ګاونډيان ترې خپه وي، نو تمه نه کېږي چې په نړيوال ډګر کې دې ورته جدي پام وشي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر هم له چین سره د دغه هېواد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

له بلې خوا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د پاکستان اړیکې د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د دغې ډلې تر واک ته رسیدو وروسته له ډیرو کړکیچونو سره مخ شوې.

پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته پناه وړې ده او هلته یې روزنه ترلاسه کوي او د پاکستان په خاوره کې ترهګریز بریدونه کوي.

په وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

له بلې خوا د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پریکړې د کابل او اسلام اباد اړیکې نورې هم ترینګلې کړي دي.
​