له پاکستان څخه څه باندې ۴۵۸ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۵۸ زره ۴۶ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۷۵۰ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.