• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو استخباراتو په افغانستان کې پر سلو کتابونو بندیز ولګاوه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۰

سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو ریاست په کابل او ولایتونو کې د سلو کتابونو پر پیر پلور او بیا چاپ بندیز لګولی او ځینې یې له بازار هم ټول کړي. سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، ښايي دا اداره نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز ټول چاپ کتابونه وسوځوي.

د سرچینو په خبره، طالبانو په تېرو ورځو کې کابل کې د سلو کتابونو لست د خپرنځیو مشرانو ته سپارلی او ترې غوښتي یې دي چې د د دې کتابونو پر چاپ پېر او پلور بندیز دی.

طالب استخباراتو له دې خپرنځیو دا هم غوښتي چې د اړوند کتابونو نوملړ او په دې تړاو به رسینو ته نظر نه ور کوي.

په دې کتابونو کې پر پښتو او پارسي لیکل شوي او ورته را ژباړل شوي کتابونه دي، چې له ډلې یې وزیرستان: د مقاومت وروستی تمځای، پاکستان د کړنګ پر غاړه، دوه پېړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله، له طالبانو وروسته دولت جوړونه، جنګ اشباح، «شیعه یان افغانستان گروهاها و گرفتاریها»، «نقش پاکستان در ترایژیدی خونین افغانستان» او د مولانا وحیدالدین خان ټول کتابونه شامل دي.

د طالبانو له خوا په ممنوع شویو کتابونو کې د «وزیرستان: د مقاومت وروستی تمځای» کتاب هم شامل او له بازار ټول شوی دی.

دغه کتاب د وزیرستان پر تاریخ، جغرافیا، وروستیو تحولاتو او د امارت او ملکۍ، قومي مشرتابه، ټولنیز نظام او طالبانو بحثونه لري.

دا کتاب له بازار هم ټول شوی دی
100%
دا کتاب له بازار هم ټول شوی دی

د کتاب لیکوال او خبریال نذیر احمد سهار له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې د طالبانو ‎ دغه سانسور د علم، فکر، متنوع غږونو او افکارو د ودې، او تولید خلاف وباله.

د ښاغلي سهار په خبره، پر کتابونو بندیز د افکارو د بیان، فکري تنوع او فرهنګي ارزښتونو او ازادیو د محدودولو هڅه ده چې د ټولنې د رکود سبب ګرځي: «ټوله ټولنه په خپل رنګ رنګول او تر ځان هرڅه محدودول طالبان نور هم منزوي کولای شي.»

د طالبانو استخبارات په داسې حال پر سلو کتابونو بندیز لګوي چې دې ډلې پر ۲۰۲۲ کال د کتاب ارزونې کمېسیون جوړ کړی او له هغه راهیسې یې د سوونو کتابونو د چاپ مخه نیولې ده.

طالبان وايي، دې کمېسیون سره غواړي د داسې کتابونو د چاپ او پلور مخه ونیسي چې له اسلامي ارزښتونو او د افغان ټولنې د دود خلاف وي.

طالبانو بیا واکمنېدو سره نه یوازې په افغانستان کې پر خپرنځیو مالیه لوړه کړې، بلکې له بهر یې هم افغانستان ته د کتاب پر واردولو ګمرک زیات کړی او ور سره د کتاب بازار زیانمن شوی دی.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

د ایران او عراق په ګډه پوله کې یو افغان ووژل او څلور ټپیان شول

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۰

ایراني چارواکي وايي، له عراق سره د دغه هېواد په پوله کې د ماین چاودنې له امله یو افغان ووژل او څلور ټپیان شول. د مهران ولسوال وايي، دا کسان وړمه شپه په تیاره کې عراق ته ننوتل، چې له ماینونو ډکه سیمه کې چاودنه پرې وشوه.

علي عباس شفیعي له ایرنا سره په خبرو کې زیاتوي، له چاودنې وروسته یې له عراقي ځواکونو سره په همغږۍ ماین شنډوونکي سیمې ته واستول او له ساعتونو هڅو وروسته یې مړی او ټپیان د مهران امام حسین روغتون ته ولېږدول.

نوموړی د ټپیانو د حالت په هکله له څه ویلو پرته وایي، څلور ټپیان وروسته ایلام ښار ته ولېږدول شول.

دا لا مالومه نه ده چې پر دې کسانو یو که څو ماینونه چاودلي دي، خو د ایلام د سرې میاشتې مشر وايي، چاودنه له ماینونو د ډکې سیمې په منځ کې شوې وه او په دې دلیل یې د پېښې ځای ته دوه ډلې لېږلې وې.

د غلام رضا علي محمدي په خبره، له پنځو ګړیو هڅو وروسته د ایران او عراق د پوله ساتو په همکارۍ په دې وتوانېدل چې مړی او ټپیان په خوندي ډول د پېښې له ځای ولېږدوي.

لا هم مالومه نه ده چې دا افغانان عراق ته د څه لپاره تلل، خو د ترکیې او ایران په ګډه پوله کې د امنیتي تدابیرو زیاتېدو سره اوس افغانان د ایران د نورو ګاونډیو هېوادونو له لارې اروپا ته د تللو هڅه کوي.

امریکایي سناتور:افغانستان کې د طالبانو پر بیاواکمنېدو ترهګرې ډلې زړورې او تاوتریخجنې شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۳ GMT+۰

یو امریکايي سناتور وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو او د بایډن په اداره کې له افغانستانه د امریکا د وتلو «کمزوري» ماموریت په سیمه کې ترهګرې ډلې زړورې او تاوتریخجنې کړې دي. جان هوون افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د جوبایډن ادارې د دغو ډلو پر وړاندې کمزوری عمل کړی.



هغه زیاته کړه، چې جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې «ډېر کمزوری» عمل کړی دی.

هغه وویل، دغه کار نه یوازې افغانستان او امریکا ته ستونزې راولاړې کړې؛ بلکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، یې هم پر اوکراین د برید کولو لپاره «زړه‌ور» کړ.
دغه امریکايي سناتور د افغانستان انټرنشنل د خبریال عارف یغقوبي سره په مرکه کې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د هغو ډلو په ملاتړ تورن کړ، چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي.

هغه په سره سمندرګي کې د حوثیانو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې امریکا او ملګري یې باید دغو بریدونو ته ځواب ووايي او دغه شان کړنې نورې باید پای ومومي.

له دې سره هم مهاله د امریکا د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۱مه) د افغانستان په اړه ناسته لرله. دغه ناسته د قانون جوړوونکو د دواړو غاړو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو له‌خوا بلل شوې وه.

د امریکا ځانګړو استازو او د امریکا د نړۍوالې پرمختیایي ادارې مرستیال مشر په دغه ناسته کې د استازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال په دغه ناسته کې وویل، چې طالبان یوه ترهګره ډله ده؛ خو د بایډن اداره غواړي دغه ډله د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.
هغه زیاته کړه، داسې ښکاري د بایډن اداره غواړي د دوستۍ له مخې د طالبانو په سیاست کې بدلون راولي.

ښاغلي مکال وویل، په افغانستان کې د امریکا شل کلنې هڅې په اوبو لاهو شوې.

هغه د افغانستان په اړه د امریکا پر سیاست نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د بایډن اداره د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ تګلاره نه لري.

مایکل مکال همدارنګه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د شمالي ټلوالې د مشرانو سره» له هغې ډلې له احمد مسعود سره خبرو ته لېواله دی.
هغه دا رنګه هغه نور جریانونه هم یاد کړل، چې د طالبانو حکومت د پرځولو پلویان دي.

انوارالحق احدي:د خوندي شویو ډالرو په اړه اندېښنې بې بنسټه او له هر ډول لاسوهنې خوندي دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۶ GMT+۰

په سویس کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خوندي تابه د صندوق څارونکی غړی انورالحق احدي سره له دې چې د امریکا څارونکې ادارې سیګار د راپور د ځینو برخو سره همغږی دی؛ خو وايي چې د ورکړل شوي راپور پایله او نتیجه یې بې بنسټه او خیالي ده.

سیګار په تازه راپور کې ویلي و، داسې وېره شته چې له دغو پېسو نا سمه ګټه پورته شي او یا هم دغه خوندي شوې پیسې د هغو کسانو لاس ته ورشي، چې په ترهګریزو کړنو کې ترېنه کار واخلي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ پخوانی وزیر او په سویس کې د اماني صندوق د څارونکې ډلې غړی انور الحق احدي د افغانستان انټرنشنل پښتو سره په یوه ځانګړي بحث کې خلکو ته ډاډ ورکړ، نه یوازې دا چې دغه پیسې خوندي دي؛ بلکې تر دا مهاله یې شاوخوا ۱۹۰ مېلیونه ډالره ګټه هم کړې.

هغه وايي:« د افغانستان د ۳.۵ مېلیارډه ډالرو له پاره څلور څارونکي ګومارل شوي، دوه تنه یې افغانان، یو یې د امریکا د مالیې مرستیال وزیر او بل تن یې هم د سویس د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی دی. موږ دغه پیسې په ځانګړو بېړنیو حالاتو او یا هم په افغانستان کې د نویو افغانیو او پاسپورټونو د چاپ له پاره هغه مهال لګولی شو، چې څلور واړه غړي پرې هوکړه وکړي. دغه پېسې هیڅکله هم د پرمختیايي پروژو او یا په نورو برخو کې نه لګول کېږي او د هیچا لاس ته هم نه شي ورتللای.»
دا چې سیګار ولې د افغانستان د دغې شتمنۍ په برخه کې د درغلیو اندېښنه څرګنده کړې او دغه راپورو په کومو اسنادو او لاسوندونو چمتو شوی، د سوداګرۍ پخوانی مرستیال وزیر مزمل شینواری وايي، دغسې راپورونه نن سبا تر ډېره خیالي او په هوايي خبرو راڅرخي، چې رښتینولی په کې کمه وي.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« د سیګار راپورونه د پخوا په شان ډېر باوري نه دي، یو لامل یې دا دی چې سیګار نن سبا په افغانستان کې فعالیت نه لري؛ پخوا به دوی د حکومتي استازو سره په اړیکه کې ول، ځینو افغانانو ورسره د افغانستان په د ننه کې کار کاوه چې وزارتونو او نورو ادارو ته یې لاس‌رسی لاره، د کره معلوماتو له راټولو وروسته به یې بشپړ راپور چمتو کاوه چې اوس دا چاره ناشونې ده.»
په کابل کې د یوه خصوصي بانک سلاکار محب الله شریف بیا وايي، چې نن سبا سیګار د داسې سرچینو پر مټ راپورونه چمتو کوي چې هغوی د افغانستان له کورني شرایطو او حالاتو خبر نه دي.

ښاغلی شریف وايي، چې د دغه شان راپورونو جوړول د دغې نړۍوالې ادارې باور سخت زیانمنولای شي:« راپور له واقیعتونو لرې دی کوم معلومات چې بهر مېشتو افغانانو ورکړي د اوسني واقیعتونو، د افغانستان د پولي سیاست او جوړښت سره توپیر لري. باید سیګار په راپورونو کې عیني واقیعتونه له پامه و نه غورځوي، چې په راتلونکې کې د دغې ادارې ارزښت له لاسه وځي.»
امریکا د ۱۴۰۱ کال د وږی په میاشت کې اعلان وکړ، چې د افغانستان له کنګل شویو پېسو درې نیم ملیارډه ډالر به په سویس کې ساتل کېږي او په ځینو ځانګړو حالاتو کې به ترېنه کار اخیستل کېږي، په بېړنیو حالاتو کې د افغانانو لاسنیوی د نویو افغانیو او پاسپورټونو د چاپ په برخه کې به له دغو پېسو ګټه پورته کېږي.
د معلوماتو له مخې، نن سبا د دغه صندوق د کلنۍ ګټې برخه ۴.۵ سلنه ده او هره میاشت لس مېلیونه ډالر ګټه کوي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا استازی: افغانستان به هېڅکله د ترهګرۍ ځاله نه شي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۲۳:۵۰ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټام وسټ د دغه هېواد د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې وویل، چې طالبانو د القاعدې مشر ته په پناه ورکولو، له خپلو ژمنوسرغړونه کړې.

ټام وسټ څرګنده کړه، چې افغانستان به هېڅکله د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي او له افغانستان څخه په امریکا د القاعده شبکې د برید وړتیا د « لږ تر لږه صفر کچې » ته راټیټه شوې ده.

د امریکا د مشرانو جرګې په دې ناسته کې ټام وسټ د داعش ډلې خراسان څانګه جدي ګواښ وباله او ویې ویل، امریکا د دغې ډلې فعالیتونه له نږدې څاري.

د افغانستان په اړه د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې غونډه د پنجشنبې په ورځ د ( مرغومې په ۲۱مه ) جوړه شوه.

په دې غونډه کې امریکايي سناتورانو د افغانستان په اړه د جوبایډن د حکومت تګلاره و ارزوله.

یاده غونډه کې د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړو استازو او د امريکا د نړۍوالې پراختيايي ادارې مرستيال د کانګرېس د غړو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

ټام وسټ د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو نیونې ته په اشارې وویل، چې دا مساله څاري. د هغه په وینا، له افغانستان څخه زیات شمېر امریکایان امریکا ته لېږدول شوي دي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت « تیاره » وباله او زیاته یې کړه، چې امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره له دوه میلیارد ډالرو څخه ډېره مرسته کړې ده.

ټام وسټ له افغانستان سره مرستو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې دغه کمکونه طالبانو ته نه، بلکې عامو خلکو ته ځي.

د امریکا ځانګړي استازي په دې غونډه کې همدا راز وویل، چې په افغانستان کې ښځې ځپل کېږي. هغه ټینګار وکړ، طالبانو ته يې په دې اړه څو ځلې ګوتڅنډنه کړې او ترې غوښتي یې دي، چې د خلکو او ښځو په اړه خپل سیاست بدل کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر:افغان کډوالو ته د وېزې او استوګنې د اجازې ورکولو ژمنه نه ده شوې

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۰ GMT+۰

هاکان فیدان وايي، چې په کابل کې د ترکیې شارژدافیر او طالبانو له افغانستان څخه د غیر قانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي په اړه سره خبرې کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې افغان کډوالو ته د وېزو او د اوسېدو د اجازې ورکولو په برخه کې هېڅ ژمنه نه ده شوې.

ښاغلي فیدان دغه څرګندونې د ترکیې د اپوزیسیون د انقرې مرستیال دینیز دیمیر له خوا په پارلمان کې د هغې پوښتنې په ځواب کې کړي، چې ګواکې افغان کډوالو مېشت په ترکیه کې قانوني کیږي او وېزې ورکول کیږي.

یو شمېر رسنیو داسې رپوتونه ورکړي وو، چې د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني په کابل کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر جنګ اونال سره لیدلي او د افغان کډوالو د قانوني کېدو او هغوی ته د کار د وېزو د ورکړې په اړه یې خبرې کړي.‌

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د دغې ناستې په اړه ویلي، چې دا د ترکیې د شارژدافیر او د طالبانو د موقتې ادارې د چارواکو ترمنځ عادي ناسته وه.

هغه ویلي: "په دې ناسته کې له افغانستان څخه د ناقانونه کډوالو پر وړاندې د مبارزې او له ترکیې څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ستنېدو په اړه خبرې شوي."