• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د امر بالمعروف غړو د کابل له خصوصي روغتونونو څخه د ښځینه همکارانو معلومات غوښتي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۰۲ GMT+۰

د کابل د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسوولینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ترې د ښځینه کارکوونکو نوملړ او د هغوی په اړه معلومات غوښتي دي. یادې سرچینې وايي؛ له تېرې اونۍ راهیسې د کابل بېلابېلو روغتونونو ته د امر بالمعروف غړي ورغلي دي.

د کابل په خېرخانه کې د یوه خصوصي روغتون مشر افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د تېرې اونۍ د سې شنبې په ورځ د امر بالمعروف یو شمېر محتسبین د دوی روغتون ته ورغلي او له هغوی څخه یې د ښځینه ډاکترانو، نرسانو او نورو کارکوونکو په اړه معلومات غوښتي دي.

نوموړی وايي: "که څه هم موږ ورسره وغږېدو چې دا د اصولو خلاف کار دی او موږ نه شو کولی، چې تاسو ته د خپلو همکارانو په اړه معلومات درکړو؛ خو خبرو نتیجه نه ده ورکړې او موږ ته یې ویلي، چې په لسو ورځو کې باید ټول معلومات چمتو کړي".

د خصوصي روغتون یاد مشر وویل، چې امر بالمعروف ترې د هرې ښځینه کارکوونکې نوم، پلار نوم، دنده، د کور ادرس، ټیلفون شمېره، د ټولنیزو رسنیو د اکاونټونو نومونه او یو کوچنی تصویر غوښتي دي.

همدا راز د کابل د دشت برچي سیمې د یوه خصوصي روغتون سرطبیب افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د امر بالمعروف غړو ترې معلومات غوښتي او دوی یاده موضوع د طالبانو د عامې روغتیا له وزارت سره شریکه کړې ده.

ډاکتر وویل: "د عامې روغتیا وزارت چارواکو هم مثبت ځواب نه دی راکړی او راته ویل شوي، چې امر بالمعروف پر ټولو ادارو د څار حق لري او باید معلومات ورکړي".

د کابل د ارزان قیمت د سیمې د یوه شخصي روغتون مشر د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امر بالمعروف محتسبینو ورته ویلي، چې د پخوانیو او اوسنیو ښځینه ډاکترانو، نرسانو او اداري کارکوونکو په اړه ورته معلومات ورکړي او که کله نوې مېرمنې په دندو ګوماري باید دوی ته یې معلومات ورکړي.

بل خوا د خصوصي روغتونونو د اتحادیې یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې د امر بالمعروف غړو له یو شمېر روغتونونو څخه معلومات غوښتي دي؛ خو دا موضوع په رسمي ډول له اتحادیې سره نه ده شریکه شوې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې یاده موضوع د طالبانو د روغتیا له وزیر سره شریکه شوې ده.

سرچینې زیاته کړه: "وزیر وویل، چې امر بالمعروف ته د طالبانو مشر ملا هبت الله اجازه ورکړې او دغه وزارت د طالبانو د مشر د امر له مخې حق لري، چې له وزارتونو معلومات وغواړي".

د طالبانو د امر بالمعروف غړو دغې غوښتنې د کابل د خصوصي روغتونونو او کلینکونو ډاکترانې او نرسانې وېرولي دي.

په کابل کې د ښځینه ناروغیو متخصصه چې خپل مستعار نوم سکینه ښيي وايي، چې د طالبانو له خوا د شخصي معلوماتو له غوښتلو وروسته یې په خپل کار کې ډار پېدا کړی دی.

هغې زیاته کړه: "امر بالمعروف زموږ په شخصي معلوماتو څه کوي؟ خو معلومه ده، چې دوی ځانته معلوموي چې موږ پخوا چېرې کار کړی او څه مو کړي یا څه کوو؟".

د نوموړې په خبره، که چېرې طالبان پرې ورځ تر بلې د وېرې او ډار حلقه راتنګوي؛ نو ګڼې ښځینه ډاکترانې او نرسانې به خپلې دندې پرېږدي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نظر هم را واخلو؛ خو له پرله پسې اړیکو نیولو هم ونه توانېدو.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو د امر بالمعروف غړي له یو شمېر خصوصي یا دولتي ادارو څخه معلومات غواړي، له دې وړاندې یې د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو له څانګو څخه د استادانو په اړه معلومات غوښتي وو.

ډېر لیدل شوي

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي
۱

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي

۲

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست

۳

د پخوانۍ ملي اردو دوو جنرالانو تر پایه له افغانستان نه د وتلو هوډ نه درلود

۴

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ افغان سندرغاړی وایي له بنسټیزو حقونو محروم ملت رښتینی خپلواک نه دی

۵

طالبان له ۲۰۲۴ کال وروسته د جنايي پېښو د شمېرو په اعلانولو کې محتاط دي