• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان د یوې ډلې که د ټولو افغانانو لپاره؟

صفدر سلېمانخېل

مېلمه لیکوال

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۱ GMT+۰

د دې پوښتنې ځواب طبعا واضح دی چې افغانستان باید د هېواد د ټولو اوسېدونکو شریک کور وي خو دلته په دې غږېږو چې ولې په عمل کې داسې نه وینو؟

په دې اړه بحث به د جنرال نبي عظیمي له یوې خاطرې پیل کړم. ستر جنرال محمد نبي عظیمي چې د پرچم ډلې غړی و، ارکانحرب جنرال و او پر نظامي پوهه سربېره د فرهنګ او قلم څښتن و.

د ده کتابونه ډېر لوستونکي لري. ده د «من و آن مرد موقر» په نوم د خپلو خاطراتو په اساس یو کتاب لیکلی دی چې په هغه کې یې د حفیظ الله امین د قدرت په وخت کې د خپل ژوند حالات بیان کړي دي.

جنرال عظیمي د ثور له کودتا وروسته د غزني د فرقې قومندان ټاکل کېږي. څه موده وروسته چې د کارمل او امین تر منځ کشمکش زیاتېږي، دی د پرچمډلې یو مهم غړی، عبدالوکیل- چې وروسته بیا خارجه وزیر شو- په پټه کابل ته ورغواړي.

عبدالوکیل ورته وایي چې که زموږ او خلقیانو تر منځ څه جنجال پېښ شو، نو فرقه تیاره کړه. جنرال عظیمي لیکي:«راته وایي که کارمل صاحب غاړه کې نه ښوده او خارج ته نه لاړ نو امین یې له منځه وړي. ایا په داسې حالت کې به زموږ نظامي ملګري د اعتراض په توګه، نه د کودتا یا مسلحانه قیام په توګه، چې په هر ځای او هر دریځ کې وي، د دنیا او افغانستان خلکو ته د خپل اواز د رسولو لپاره ځانونه او خپل قطعات مسلح نه کړي او واټونو ته به راونه وځي؟ »

پوښتنه ترې کوم چې رفیق وکیل، تاسې خو نشه نه یاست چې دا خبرې کوئ؟ داسې لوی ریسک منل خو څه ټوکې نه دي؟ راته وایي، نو چاره څه ده؟ ایا لاس تر زنه کښېنو او د خپل رهبر او ګرانو ملګرو وژل ووینو؟

له ځان سره وایم، وای، په عجب جنجال کښېوتم. زه اخر دې خواږه ملګري ته، چې د یوې فرقې د حرکت په اړه هیڅ معلومات نه لري، څه ووایم. کاش پوهېدای چې دغسې څه کولو ته حد اقل دوه اویا ساعته وخت پکار دی، هغه هم په نورمال شرایطو کې، په داسې شرایطو کې چې لاس او زړه دې نه رېږدي او د پټې کار نه وي. دی به نو څنګه پوهوم چې ګرانه دوسته، د فرقې تیاری یعنې په عسکرو باندې د وسلو، مهماتو او خوړو وېشل، یعنې په تخنیکي لحاظ د وسایطو چمتو کول او حرکت ته تیارول چې دا ټولې چارې وخت غواړي. توپونه او ټانکونه هم باید تیار شي، ځکه بې ثقیله وسیلې خو جګړې ته تګ نه کېږي.۳۶ مخ

عبدالوکیل ټینګار کوي او نبي عظیمي یې بالاخره ورسره مني. جنرال غزني ته راستنېږي او خپل ملګري منصبداران ورغواړي او ورته وایي:« ... که رفیق کارمل زنداني کړي، غبرګون به مو څه وي؟ ټول په یوه غږ: موږ هم سلاح اوچتوو او انتقام اخلو.» ۳۹ مخ

لکه جنرال عظیمي چې د هغه وخت په نظامیانو کې لوستی سړی و، عبدالوکیل هم د هغه وخت په پوهو او لایقو وزیرانو کې شمار و خو د دواړو په ذهن کې دا خبره نه تېرېده چې فرقې، اردو او مسلح قوتونه د هېواد د ساتنې لپاره وي نو کهپه ګوندي اختلافونو کې وجنګېږي، د هېواد انجام به څه وي؟ اصلا یو ګوند ولې باید په اردو کې خپل کسان ولري؟

که د پولیسو او اردو منصبداران او قاضیان په سیاسي ډلو کې د شمولیت حق ولري، بیا خو یو ملت د عدالت تمه نه شي کولای او یو هېواد له داسې ادارو بې برخې کېږي چې ټولو ته د منلو وي.

طالبان وروسته له څو لسیزو هماغه ناکامه تجربه تکراروي چې د میلیونونو افغانانو د وژلو سبب شوه. دوی له کابو نیمې پېړۍ کشمکشه وروسته بیا هم غواړي چې اردو، نظام او لنډه دا ټول هېواد دې د دوی د ډلې په خدمت کې وي.

ځینو طالب مشرانو دا خبره نه ده پټه کړې چې که د ښځو د کار او تعلیم اجازه ورکړي نو د ډلې ځینې کسان یې خپه کېږي. که د نیم نفوس ژوند تباه شي او په میلیونونو کورنۍ ناکرارې شي، پروا نه کوي خو د دوی یو څو خپل ملګري باید خپه نه شي ځکه دوی تر نورو خلکو زیات دي.

په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا تورخم بند شو چې زموږ سوداګرو او ټول ملت د میلیونونو ډالرو تاوان وکړ خوطالبان چې له ټي، ټي، پي سره یارانه لري نو که نور ټول ملت تاوان کوي، مهمه نه ده، خو دا یارانه باید خرابه نه شي.

که د روغتون رییس، د پوهنتون رییس او لنډه دا د هرې مسلکي ساحې رییس، بې تجربې او تر ډېره حده نالوستی طالب ټاکل کېږي، پروا نه کوي، ځکه افغانستان د طالبانو دی او مهمه دا ده چې طالبان باید خوشحاله وي.

د یوې ډلې د خوشحالولو لپاره ټول ملت محروم ساتل، دومره ناکامه تجربه ده چې په نهایت کې ان د هغې یوې ډلې راضي ساتل هم مشکل شي.

د افغانستان معاصر تاریخ د دې شاهد دی چې په ډلو کې همیشه انشعابونه راغلي او اند ډلې مشر او معاون د یو بل سخت مخالفان شوي دي.

تره کی او امین د یو بل د وینو تږي شول او د جمعیتاسلامي د مشر د کلونو کلونو مرستیال او د الازهر د زدکړو ملګری، استاد موسی توانا، د کابل په هغه جګړه کې چې د استاد رباني د پرځلو لپاره وه، د رباني د مخالفانو په خوا کې ودرېد.

دډلې لپاره د امتیاز اخیستل، نه د ټول ملت لپاره، یوازې په دې دلیل ناکامه لاره نه ده چې ملت ناراضه کېږي، بلکې په دې وجه هم ناکامه لاره ده چې په امتیازونو اموخته شوي، د امتیازونو لپاره په خپل منځ کې هم نه سره جوړېږي.

تر هغو چې د هېواد په کچه فکر کولو د ډلې، سمت یا قوم په کچه فکر کولو او امتیاز اخیستلو ځای نه وي نیولی، دوامداره سوله او نېمکرغي د مرغۍ پۍ دي.

د ډلې په کچه فکر کوونکي به یا په غزني کې فرقه هڅوي چې له کابل سره وجنګېږي او یا به د جنرال شهنواز تڼي غوندې له باګرامه الوتکې راپاڅوي چې ارګ بمبارد کړي او داسې نور ګڼ مثالونه خو د هېواد په کچه فکر کوونکي د ټول هېواد ګټو ته لومړیتوب ورکوي او اردو او سیاست له یو بله بېل ساتي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو پالیسي نه منعکسوي.


ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د هغو فارغ شویو ملایانو د دستاربندۍ د مراسمو خبر ورکړی، چې د ارګ له مدرسې فارغ شوي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۰

له ارګ څخه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغې غونډې ته د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وینا کړې او ویلي یې دي چې علم تر ایمان وروسته ستر نعمت دی او ګڼ طالبان یې هڅولي چې د دیني علومو حاصلولو ته مخه کړي.

طالبانو په افغانستان کې تر بیا واکمنېدو وروسته د زرګونو مدرسو په جوړولو لاس پورې کړی، چې خبره یې ان تر ارګه هم رسېدلې، چې د هغوی دغه چاره د ګڼو افغانانو له توندو نیوکو سره مخامخ شوې ده.


پر طالبانو نیوکه کوونکي وايي، چې دوی په افغانستان کې د نجونو بر زده‌کړو بندیزونه لګولي، د هلکانو له پاره یې هم د عصري زده‌کړو برخه کمزورې کړې او د خپلو کسانو له پاره بیا د زرګونو مدرسو په جوړولو لګیا دي.


خو طالبان بیا وايي، د دوی ټولې ترسره شوې چارې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ترسره کېږي او د دغې ډلې مشر ملا هبت الله په خپلې وروستۍ وینا کې ویلی و چې نړۍوال د دوی د نقدولو په نوم د اسلامي شریعت سره مخالفت کوي.

یو شمېر نیوکه کوونکي وايي، چې ارګ د افغانستان د اقتدار ځاله او د سترو ملي او سیاسي پرېکړو ځای دی.

دوی وايي، د دې پر ځای چې هلته د مهمو ملي مسایلو په اړه پرېکړې وشي نن سبا د طالبانو او ملایانو په مدرسه بدل شوی دی.

طالبان: ترکیه پر خپله خاوره کې د طالبانو ضد سیاسي او نظامي فعالیت اجازه نه ورکوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په یوې خبرپاڼې کې لیکلي، په کابل کې د ترکیې سفیر د دې ډلې د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد به یې هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په ترکیه کې د طالبانو پر ضد سیاسي او پوځي فعالیت وکړي.

په کابل کې د ترکیې سفارت بیا د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د پخواني دولت زیات شمېر چارواکي او د طالبانو د مخالفو ګوندونو مشران ترکیې ته ولاړل.

د روان کال وږي په میاشت کې د ترکیې حکومت د « کارنده سیاسي نظام او افغانستان کې تل پاتې سوله» تر سرلیک لاندې د پخوانیو افغان چارواکو غونډه لغوه کړه.

مولوي عبدالکبير له جنګ اونا سره کتنه کې د دغې ډلې مخالفینو ته د اجازې نه ورکولو له امله له ترکیې مننه کړې. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلي عبدالکبیر ویلی، چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو لپاره د ګډ او سوله ییز ژوند زمینه برابره شوې ده.

په دې کتنه کې د ترکیې سفیر ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې همکاري کوي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ د ترکیې سفیر ویلي، چې ترکیي سوداګر چمتو دي چې افغانستان کې د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.

ترکیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. دغه هېواد یو شمیر طالب ډېپلماټان هم منلي دي.

محمد اشرف غني: د افغانستان د اوسني اقتصادي‌ وضعیت دوام د تدریجي مرګ په معنا دی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۰

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت وروستي ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې بې وزلي او د حل لارې په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نیمه برخه په مطلقې بې وزلۍ کې ژوند کوي او د خلکو درېیمه برخه د یوې یا دوه ډوډیو د اخیستو توان نه لري.

هغه ویلي؛ په هېواد کې د بیو ټیټېدل او د پیسو نسبي ثبات د پرمختګ علامه نه ده او دا حالت لا هم د تشویش وړ دی.

پخوانی ولسمشر وايي، چې له اقتصادي‌ اړخه د افغانستان راتلونکی دې پورې تړلې دی؛ که د دغه هېواد اوسني اقتصادي وضعیت کې تغیر رانه شي او په همدې ډول دوام وکړي،‌ دا د تدریجي مرګ لاره ده؛ خو که د افغانستان په معادونو باندې تمرکز وشي؛ نو دغه هېواد به د فقر په حالت کې پاتې نه شي او د نړۍ کومکونو ته به احتیاج نه وي.

ښاغلی غني وايي؛ په لویو ښارونو کې د کارموندنې شرایط له جدي ستونزو سره مخامخ دي. هغه وايي‌، چې په دغو ښارونو کې غذايي خوندیتوب هم نه شته او خلک د خوړو له کمښت سره لاس او ګریوان دي.

پخوانی ولسمشر وايي: "د افغانستان ۲۲ ولایتونه د غذايي خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ دي، په بدخشان او پکتیکا دا ستونزه تر ټولو نورو ولایتونو ډېره ده. د دې ستونزې لامل د اقلیمي بدلونونو ترڅنګ، د زراعتي تولیداتو کمېدل او د ښځو پر کار د بندیز او د نورو کاري فرصتونو د کمېدو له امله د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېدل دي. د افغانستان د صنعتي سکتور په فعالیت کې هم ۵۰ سلنه کموالی راغلی چې د خلکو پر اقتصادي وضعیت یې بد اغیز کړی دی. "

محمد اشرف غني وايي؛ طالبانو پر انکشافي پروژو کار کم کړی خو په پوځي برخو کې یې لګښتونه د پام وړ لوړ کړي، چې د خلکو پر اقتصادي وضعیت او کارموندې یې منفی اغیز کړی.

هغه زیاتوي:‌ "د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او عاجلو اقداماتو ته اړتیا لري. "

ښاغلی غني په بېلابېلو برخو کې د خلکو بې کاره کېدو ته په اشارې سره وايي؛ په افغانستان کې د ډوډۍ ګټونکو شمېر کم شوی او د ډوډۍ خوړونکو شمېر ډېر شوی دی.

د اشرف غني په وینا؛ د افغانستان د اقتصاد څلور سکتورونه لکه؛ د کرنې، خدماتو، صنعتي او دولتي سکتور، زیانمن شوي او ډېر کارکوونکي له کاره ویستل شوي.

د نوموړي په وینا؛ هغه کسانو چې په دغو سکتورونو کې کار کاوه یو څه پیسې یې ذخیره کړې وې، چې اوس د خلاصیدو په حال کې دي او دا به د دغې ډلې خلک له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي.

ښاغلی غني وايي:‌ "یوه بډایه برخه هم افغانستان کې شته چې په جرمي اقتصاد، شبکه يي اقتصاد او عرفي اقتصاد کې لاس لري. افغانستان د افراط او تفریط ملک دی، دغه ډله د مرستې توان لري؛ خو باید په عمل کې یې ثابت کړي."

پخوانۍ ولسمشر غني د پودکاست په یوه برخه کې د افغانستان خصوصي روغتیايي پوهنتونونه د یوه بلا په توګه بولي او وايي:‌ "یو سم د طب پوهنځي د ۵۰ نه ۱۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري. دوی راغلي وو، د زور خاوندان وو او اجازه نامې یې اخیستې وې. دا مرکزونه د شهادتنامو د ورکولو فابریکې وې. دوی امکانات نه درلودل،‌ لابراتوارونه یې نه درلودل او سم استادان یې نه درلودل.‌"

هغه وايي؛ افغانستان سره د روغتیا په برخه د نړۍوالو مرستندوه ادارو مرستې او خدمات چې د افغانستان خلکو سره یې کوي، ورځ تر بلې مخ په کمېدو دي.

د دغو مرستو کمېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره نوموړی وايي، چې په افغانستان کې یوه بله لویه ستونزه د ډاکټرانو او درملتونو ترمنځ تړونونه دي، چې ناروغانو ته له اړتیا خورا ډېره دوا ورکوي.

هغه وايي:‌ "دغومره ډېره دوا د نړۍ په ډېرو کمو هېوادونو کې ناروغانو ته ورکول کیږي. "

د پخواني ولسمشر په وینا؛ په افغانستان کې شاوخوا ۳.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ څخه کړیږي، چې یو میلیون یې په جدي توګه له دغې ستونزه سره مخامخ دي.

هغه وايي؛ په همدې حال کې نږدې یو میلیون حامله دارې میندې هم له خواځواکۍ سره لاس او ګریوان دي،‌ چې ماشومان یې له خواځواکۍ سره نړۍ ته سترګې پرانیزې او تل له روغتیايي ستونزو کړیږي.

هغه وايي:‌ "د زیګون پرمهال د میندو د مړینې پېښې تر دې وړاندې په پراخه توګه کمې شوې وې؛ خو اوس یو خل بیا دهغه پېښې ډېرې شوې دي. "

د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د ۶ طالب وسلوالو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې خبر ورکړی، چې د دوی د ډلې یو شمېر وسلوالو د پنجشنبې په ماښام ۶:۲۰ بجو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دروازه په نښه کړه.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په اېکس ټولنیزې رسنې په یوه لیک کې لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دروازې په نښه کولو سره یې څلور طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه جبهه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو فورډ ایوریست ډوله پوځي موټر له منځه تللی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د خپل لیک په وروستۍ برخه کې لیکلي: «د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وسلوالو په وروستیو اونیو کې په کابل، بغلان او بامیان کې ځوانې نخونې نیولي، ځورولي او بندیانې کړي دي.»

داسې ښکاري د دغه برید لامل هم همدا موضوع وي.

تر اوسه د دغې پېښې د پخلي په باب طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د دغې پېښې تایید نه کوي؛ خو په دې وروستیو کې د طالبانو مخالفو ډلو پر طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې د افغانستان په شمال کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې شتون منلی او ویلي یې دي، چې له دغې جبهې سره باید د اړیکو پول جوړ شي.

سرګي لاوروف حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته هم اشاره وکړه او ویې ویل؛ دوی طالبانو ته توصیه کوي، چې نور سیاسي ځواکونه هم حاکم ساختار ته وبلي.

په ورته وخت کې ښاغلي لاوروف ټینګار وکړ، چې دا بهیر اسانه نه دی.

په دې خبري غونډه کې د روسیې د ډېپلوماتیکو خدمتونو مشر د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۸مه) د قزاقستان له تروریستي لېست څخه د طالبانو د نوم اېستلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا د طالبانو د ډېپلوماټیکې رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ له طالبانو سره منظم تماسونه لرو او که دا ډله په رسمیت پېژندل غواړي، باید لومړی د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په ګډون خپل مسوولیتونه پوره کړي."
هغه وویل چې ازبکان، تاجکان او هزاره ګان چې اوس د طالبانو په جوړښت کې دي هم له سیاسي پلوه د طالبانو برخه دي.
ښاغلي لاوروف همداراز زیاته کړه: «سره له دې چې طالبان پر افغانستان کنټرول لري" خو لا هم ځینې کړکېچونه او اعتراضونه شته.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د امریکا په ګډون ګڼو سیمه ییزو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې دې یو ټولګډونه نظام رامنځته کړي؛ خو طالبانو بیا دا د دوی کورنۍ مساله ګڼلې ده.