• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان امنیتي ادارې په مچ کې د ۱۱ وسلوالو د وژلو خبره کوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۰ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، د دې صوبې په مچ کې یې په چاڼیزو عملیاتو کې یوولس وسلوال ووژل. دا اداره وايي، له وسلوالو یې ۷ یرغمل وګړي هم خوندي ژغورلي او هم یې وسلې او مهمات نیولي دي.

دې امنیتي ادارې نن خپل اېکس کې د امنیتي ځواکونو د وروستۍ مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي، خو پرون د پاکستان پوځ ویلي و چې څلور امنیتي سرتېري او دوه ولسي وګړي وژل شوي دی.

پوځ په دغه برید کې د دریو ځانمرګو په ګډون د نهو وسلوالو د وژلو خبر هم ور کړی و.

د بلوڅ ازادۍ جبهې دا برید د دوشنبې په شپه په مچ او کولپور کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په درنو چاودنو سره پیل او د سې شنبې تر سهار روان و.

که څه هم د پاکستان پوځ د دې برید د ژر ختمېدو او د وسلوالو د په شا تمبولو خبره کوي، خو له سیمې رپوټونه وايي چې لا هم هلته ژوند عادي نه دی.

د ځايي خلکو په خبره، ښار پرون هم بند و او نن هم هلته د ټرانسپورټ په ګډون نور کاروبار تړلی دی.

ځايي خک دا هم وايي چې د پوځ او وسلوالو په جګړه کې ښار او استوګنځي هم زیانمن شوي دی.

بلوڅ ازادۍ جبهې د برید پیلولو سره پر ښار د خپلې ولکې او پنځوسو امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم وکړه.

مچ د بلوچستان د بولان درې یوه ناامنه سیمه ګڼل کېږي، چې پکې له نږدې شلو کلونو راهیسې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۳

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۴

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کډوالو وزارت:له پاکسان او ایرانه له زرو ډیر افغان کډوال هېواد ته راستانه کړل شوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۱ GMT+۰
د طالبانو کډوالو وزارت:له پاکسان او ایرانه له زرو ډیر افغان کډوال هېواد ته راستانه کړل شوي
100%

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي له پاکستان او ایران څخه تر زرو زیات افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړل شوي. د دغو کډوالو په ډله کې چې۳۲ بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې د اسلام کلا، تورخم او سپین بولدک له لارو هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (سلواغي۱۱مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې، له ایرانه ۱۱۵۹ تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه هیواد ته راستانه کړل شوي.

له ایرانه په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۳۲ بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې، د کډوالو وزارت د کارکوونکو له لوري (وارچایلډ) یا د جګړې ماشومانو ادارې ته سپارل شوي.

دغه وزارت ویلي، په دغو کډوالو کې کورنۍ هم شته چې د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.

د کډوالو چارو وزارت وايي، د یادو کډوالو له ډلې ۴۴۸ تنه یې اړمن پيژندل شوي چې د خوراکي توکو تر څنګ ورسره نغدي مرستې هم شوې دي.

همدارنګه د کډوالو چارو وزارت وايي چې د سې شنبې په ورځ ۲۷۶ تنه افغان کډوال د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې، له پاکستانه په جبري ډول تازه راستانه کړل شوي افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي شورا ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت له لوري د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر میاشت کې له دغه هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې چې، هره ورځ سلګونه افغان کډوال له دغه هېواده په جبري ډول افغانستان ته شړل کیږي.

د اروپا مرکزي بانک: که چېرې ټرمپ بیا ولسمشر شي اروپا باید د هغه «سختو پرېکړو» ته چمتو شي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۸ GMT+۰
د اروپا مرکزي بانک: که چېرې ټرمپ بیا ولسمشر شي اروپا باید د هغه «سختو پرېکړو» ته چمتو شي
100%

د اروپا د مرکزي بانک مشره کریسټین لاګارډ وایي؛ که چیرې ډونالډ ټرمپ بیا سپینې ماڼۍ ته راستنیږي، اروپا باید خپل اقتصاد ته د احتمالي ګواښونو لپاره په خپلو صادراتو باندې د متحده ایالاتو د نوې تعرفې په شمول چمتوالی ونیسي.

اغلې لاګارډ د دوشنبې په ورځ له سي ان ان خبري شبکې سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «که تاسو هغه کلونه چې ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو ولسمشر و وګورئ، هلته حتماً ځینې ګواښونه او مسالې شته چې اروپایان باید ورته چمتوالی ولري.»

هغې زیاته کړه: «راځئ چې د احتمالي تعرفو او ستختو پرېکړو لپاره چې د تمې خلاف دي ځان چمتو کړو. راځئ چې په کور دننه پیاوړي واوسو.»

لاګارډ د اروپايي اتحادیې وروستۍ چارواکې ده، چې درک کوي د ټرمپ دویم ځل ولسمشر کېدل د اروپایي اتحادیې د ۱۶ ټریلیون ډالرو اقتصاد لپاره څه معنا لري، کوم چې د متحده ایالاتو سره په سودا ګرۍ خورا تکیه لري.

د ټرانس اتلانتیک اړیکې د ټرمپ د لومړۍ دورې په لړ کې د واشنګټن او بروکسل تر منځ د سوداګریزې مقابلې له امله خړې پړې شوې، چې په پایله کې یې متحده ایالاتو د اروپایي اتحادیې په فولادو او المونیم باندې تعرفې وضع کړې. اروپایي اتحادیې په ځواب کې د ویسکي، موټر سایکلونو او ډینم په شمول متحده ایالاتو ته د ۳ بلیونو ډالرو په ارزښت د محصولاتو تعرفه ورکړه.

متحده ایالات د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پانګونې تر ټولو لویه سرچینه ده. د متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې تر منځ د توکو او خدماتو سوداګري په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۱.۳ ټریلیونه ډالرو ته ورسېده، چې دا د رسمي شمېرو له مخې په نړۍ کې تر ټولو ستره دوه اړخیزه سوداګري او پانګونه ده.

مېرمن لاګارډ وایي؛ د ټرمپ د دویمې دورې د چمتوالي لپاره غوره لار دا ده، چې اروپا باید خپل واحد بازار پیاوړی کړي، کوم چې په ۲۷ هېوادونو کې د توکو، خدماتو خلکو او پانګي وړیا حرکت تضمینوي.

هغې زیاته کړه، چې د اروپایي اتحادیې مالي بازارونو ادغام کول د کوچنیو شرکتونو مالیه د نوښت اسانتیا او هڅولو لپاره پورته کوي. هغې د بلاک غړو هېوادونو کې د مساوي مسلکي وړتیاو د پېژندلو غوښتنه هم وکړه.

مېرمن لاګارد د روانې میاشتې په پیل کې د فرانسوي ټلویزیوني چینل فرانس ۲ سره په مرکه کې وویل: «د ټرمپ د لومرې دورې پالیسیو ته په کتو د هغه دویم ځل ټاکل کیدل د اروپا لپاره په ښکاره ډول یو ګواښ دی.

لاګارد له دې ټلویزیونې شبکې سره په مرکه کې زیاته کړه: « که تاسو یوازې ګمرکي تعرفو، د ناټو د خدمت کولو ژمنو او د اقلیم بدلون سره مبارزې ته وګورئ، په تېر وخت کې یوازې همدې درې برخو کې د امریکا ګټې د اروپا له ګټو سره سمون نه درلود.»

د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ په جنجالي سیمه کې د شخړو له امله ۵۴ کسان وژل شوي دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۰
د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ په جنجالي سیمه کې د شخړو له امله ۵۴ کسان وژل شوي دي
100%

د سوډان او جنوبي سوډان تر منځ جنجالي سیمه ابي کې د سیالو قبیلو تر منځ په وسله واله نښته کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي. ملګري ملتونه وايي؛ په وژل شویو کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت دوه کارکوونکي هم شامل دي.

په وژل شویو کسانو کې یو پاکستانی او یو ګانایي هم شامل دي او د سوله ساتو ځواکونو څلور منسوبین هم ټپیان شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ په ابي کې د مرستندویه فعالیتونو په ترڅ کې د سوله ساتو ماموریت پرسونل تر برید لاندې راغلی.

د جنوبي سوډان ابي په ۲۰۱۱ کال کې د جنوبي سوډان له خپلواکۍ راهیسې یوه جنجالي سرحدي سیمه ده.

په دغه سیمه کې یو شمېر سوله ساتي ځواکونه موجود دی، چې پاکستان هم د دغو سوله ساتو ځواکونو برخه ده.​

د کړکېچ نړۍواله ډله: د طالبانو محدودیتونو د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو امکان له منځه وړی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۶ GMT+۰
د کړکېچ نړۍواله ډله: د طالبانو محدودیتونو د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو امکان له منځه وړی
100%

د کړکېچ نړۍواله ډله په خپل وروستي راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د افغان مېرمنو او نجونو له اساسي حقونو څخه انکار او د سختو ټولنیزو قوانینو پلي کولو، د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو له خوا د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو امکان له منځه وړی دی.

د کړکېچ نړۍوالې ډلې نن سې شنبه ( د سلواغې ۱۰ مه ) د «د طالبانو ګاونډیتوب: له افغانستان سره سیمه ییزه ډېپلوماسي» تر عنوان لاندې خپل تازه راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي دي؛ طالبان چې تر ډېره د لوېدیځو ځواکونو له خوا ګوښه شوي، په دې لټه کې دي چې له نېږدې ګاونډیو پلازمینو سره اړیکې ټینګې کړي.

په دغه راپور کې ګاونډیو هېوادونه اشاره شوې، چې دا هېوادونه له تعامل څخه مطلق انکار نه شي کولی: "دوی باید له طالبانو سره د امنیتي او اقتصادي مسالو په اړه تعامل وکړي. د بې باوریو او خنډونو له امله سیمه ییزه ښکیلتیا محدوده پاتې ده، کومه چې د لویديځو بنديزونو په نتیجه کې رامنځته شوې."

د کړکېچ نړۍوالې ډلې له خوا د خپاره شوي راپور په یو برخه کې راغلي دي، چې د افغانستان او د ګاونډيانو ترینګلې اړیکې د جنوبي او مرکزي اسیا د خلکو ژوند او روزګار اغیزمنوي.

کابل او سیمه ییز شریکان یې باید د سوداګرۍ د پراخولو، د اوبو او نورو ګډو منابعو پر سر د شخړو د مدیریت او د بین الحدودي اورپکو ډلو سره د مبارزې په موخه لارې چارې ولټوي او ناکامي کولی شي چې په سیمه کې پراخه بې ثباتي راولي.

د دې راپور په بله برخه کې راغلي، چې سیمه ییزو اندېښنو په ځواب کې طالبان تقریباً د ټولو اورپکو په اړه یوه ورته نسخه کاروي: "کابل د شکمنو اورپکو له وژلو یا نیولو څخه ډډه کوي او پر ځای یې د اوسېدو ځایونه ور بدلوي او د نوي ژوند په جوړولو کې ورسره مرسته کوي، په دې هیله چې د دوی د سياسي موخو مسیر وکرځوي او د قوماندې ورکولو جوړښت یې ورته له منځه یوسي."

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ویاند اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹ او ۳۰ په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

طالب چارواکو ویلي، چې د دوحې غونډې ته د دې ډلې استازي بلل شوي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه په دوحه کې د انتونیو ګوتریش په کوربه توب د ثور میاشتې په ۱۱مه او ۱۲مه جوړه شوې وه او په دې غونډه کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو سیاسي ډلو استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

بایډن: د اردن پر پوله د متحده ایالاتو پر ځواکونو شوي برید ته ځواب وایو

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰
بایډن: د اردن پر پوله د متحده ایالاتو پر ځواکونو شوي برید ته ځواب وایو
100%

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلی؛ پرېکړه یې کړې، چې په اردن کې د امریکایي اډي پر ضد د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو بې پېلوټه الوتکې برید ته متحده ایالات ځواب ووایي.

بایډن په دې اړه نور جزییات ورنه کړل؛ خو ویې ویل: «په منځني ختیځ کې امریکا پراخې جګړې ته اړتیا نه لري.»

د یکشنبې سهار وختي د سوریې، عراق او اردن په سرحد کې د امریکا اډه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوه او په همدې ورځ امریکا اعلان وکړ، چې په برید کې ۳ امریکایي سرتېري وژل شوي او په لسګونه ټنه ټپیان شوي دي.

پنټاګون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په اردن کې پر امریکايي اډې په برید کې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې د عراق د حزب الله ډلې نښې لیدل کېږي.

د پنټاګون ویاندې سبرینا سېنګ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې ایران د هغو ډلو ملاتړ کوي، چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ټینګار کړی: «موږ د تاوتریخوالي پلویان نه یوو؛ خو د ځان او خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره هر هغه څه ته چې اړتیا وي ترسره به یې کړو.»