طالبان وايي پخوانی چارواکی ګل اغا شیرزی یې له سېلابه ژغورلی دی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۱

د طالبانو کندهار امنیتي مسوولانو ویلي، چې د دغې ډلې امنیتي کسانو د افغانستان د پخواني حکومت د کابینې غړی ګل اغا شیرزی له سیلابه ژغورلی دی.

د طالبانو ترلاس لاندې باختر اژانس په ایکس پاڼه د کندهار ولایت د طالبانو د پولیسو ویاند له قوله لیکلي چې د ښاغلي شیرزي موټر د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې په سېلاب کې بند پاتې دی.
ګل اغا شیرزی په تېر حکومت کې د څو لویو ولایتونو لپاره د والي د دندو تر څنګ په وروستیو کې د قومونو او قبایلو چارو وزیر هم پاتې شوی و. نوموړی د طالبانو مخالف و او په ۲۰۰۱ کال کې یې په کندهار کې د دغې ډلې په نسکورولو کې رول درلود.
په هغو انځورونو کې چې د طالبانو له لوري خپاره شوي ښاغلی شیرزی د سېلاب څنګ ته د یو خوړ په غاړه ناست دی.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د ښاغلي شېرزي د اوسېدو په اړه ډیر معلومات نشته. نوموړی د کندهار له اغېزمنو مشرانو یو دی چې په تېر حکومت کې یې په لوړو پوسټونو دندې ترسره کړې دي، هغه ته د تېر حکومت پر مهال د بیا رغونې په برخه کې د بلډوزر لقب ورکړل شوی و خو نن په وړوکي سیلاب کې بند پاتې دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ