طالبانو په ۵ ولایتونو کې معلولینو ته ویلچير او د ځانمرګو کورنیو ته نغدې مرستې ورکړې دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۱

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ننګرهار، پکتيکا، کاپيسا، پنجشېر او هلمند ولایتونو کې ۵۸۱ معلولينو ته ویلچیر باسيکلونه ورکړل.

د دې سره تر څنګ د طالبانو دغه وزارت په کاپيسا ولایت کې د ځانمرګو ۱۸ کورنیو ته نقدي مرسته هم ورکړې.

د طالبانو ولايتي مسولینو نن چهارشنبه په بېلابېلو خبرپاڼو کې ويلي، چې د دې ډلې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولو هېوادوالو سره د ویلچیر مرستې کړي.

د معلوماتو له مخې؛ دې وزارت په ننګرهار کې ۱۵۰، په پکتيکا کې ۱۵۰، په کاپيسا کې ۳۰، په پنجشېر کې ۵۰ او په هلمند ولایت کې ۲۰۱ معلولينو ته د ویلچير مرسته تر سره کړې ده.

دغه ويلچيرونه د «امه» مرستندويه موسسې په مالي مرسته د طالبانو له لوري ورکول شوي.

بل لوري بيا نن چهار شنبه د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تخنيکي او مسلکي مرستیال ملا عبدالرزاق کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال د ځانمرګو بريد کوونکو له کورنيو سره نقدي مرسته کړې.

نوموړي ويلي، چې هری کورنۍ ته يې ۱۵ زره افغانۍ د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د امر او "پېرزوینې" له مخې ورکړې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ