• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا له عراقه غوښتي چې د ایران ملاتړو وسله والو ډلو په اړه معلومات ور کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د امریکا د خزانې وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، هېواد یې تمه لري چې د عراق حکومت له امریکا سره د ایران ملاتړو وسله والو ډلو د عملیاتو په اړه هر ډول معلومات شریک کړي.

نوموړي رویټرز او سي این این ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د ایران په ملاتړ وسلوالې ډلې د خپلو بریدونو د تمویل لپاره د عراق له مالي سیستم څخه کار اخلي.

دغه چارواکي ويلي، چې دوی په حساسو شرایطو کې دي او له معلوماتو وروسته به د دې وسلوالو ډلو د مالي مسالو په باب پرېکړه کوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي ای اې مشر ویلیم برنز په "فارن افییرز" مجله کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې په غزه کې روان کړکېچ او د اسراییل او حماس تر منځ جګړې ایران "ډېر زړور" کړی دی.

هغه د سیمې په هېوادونو باندې د ایران حملو او د امریکا په اډو باندې د ایران د نیابتي ډلو حملو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د اسراییل او سیمې د امنیت لپاره له ایران سره مناسب چلند کول پکار دي.

د تېرې یکشنبې په سهار وختي د سوریې، عراق او اردن په سرحد کې د امریکا اډه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوه او په همدې ورځ امریکا اعلان وکړ، چې په برید کې ۳ امریکایي سرتېري وژل شوي او په لسګونه ټپیان شوي دي.

پنټګان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په اردن کې پر امریکايي اډې په برید کې د ایران له ملاتړه برخمنې د عراق د کتاب حزب الله ډلې نښې لیدل کېږي.

د پنټګان ویاندې سبرینا سېنګ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې ایران د هغو ډلو ملاتړ کوي، چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ټینګار کړی: «موږ د تاوتریخوالي پلویان نه یو؛ خو د ځان او خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره هر هغه څه ته چې اړتیا وي ترسره به یې کړو.»

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۴

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۵

سرچینې: د مولوي هبت الله په امر د ځینو پخوانیو افغان چارواکو کورونه تخلیه کېږي