طالبان: قزاقستان او ازبکستان کې ۳۳ افغان شرکتونه غواړي خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي
د طالبانو صنعت او تجارت وزارت وايي، په قزاقستان او ازبکستان کې ۳۳ افغان سوداګر غواړي خپله شتمني افغانستان ته ولېږدوي. د دې وزارت د اعلامیې له مخې، د دغو افغان سوداګرو په استازیتوب عزیزي الله روزي له نورالدین عزیزي سره لیدنه کې د همدې سوداګرو نوملړ ور سره شریک کړی دی.
دغه وزارت په خپله اعلامیه کې مشخص کړې نه ده چې دغه پانګونې په کومو برخو کې شوې دي.
دا افغان سوداګر په داسې حال کې د بېرته ستنیدو غوښتنه کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته ځینې سوداګرو خپلې پانګې هم د سیمې هیوادونو ته انتقال کړې.
ور سره افغانستان کې ځینې شرکتونه له لوړې مالیې، فساد، د برېښنا د نشتوناو نورو ستونزو له امله شکایت کوي.