• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په اسیا لیجنډز کرېکټ لیګ کې یوه لوبډله د افغانستان پټان په نوم نومول شوې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۹ GMT+۰

اسیا لیجنډز شل اوریزه کرېکټ لیګ په راتلونکې مارچ میاشت کې پیلیږي او د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان به د افغانستان پټان لوبډلې لوبډلمشر وي.

د سپورټ ورلډ ګروپ د چهار شنبې په ورځ د (سلواغي ۱۱مه) د ۲۰۲۴ کال د اسیا لیجنډز لیګ د لوبډلو د نومونو د پرانیستنې اعلان وکړ.
دغه لیګ به ۲۰۲۴ کال د مارچ ماشتې له ۱۳ مې نیټې څخه تر ۲۱ مې نېټې پورې ترسره شي.
د دغه لیګ مشر او د هندوستان د کرېکټ پخواني لوبغاړي چتین شرما د اسیا لیجنډز کرېکټ لیګ پنځو لوبډلو نومونه اعلان کړل.
نوموړي ویلي، په دغه لیګ کې به د اسیا د پنځو هیوادونو هندوستان، افغانستان، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش د کرېکټ افسانوي لوبغاړي د یو بل په وړاندې ولوبیږي.
د اسیا لیجنډز په دغه شل اوریزه کرېکټ لیګ کې به د کریکټ پخواني افسانوي ستوري ولیدل شي.
د دغه لیګ مشر چتین شرما وايي، په لیګ کې د هندوستان لوبډلې پخوانی الراونډر عرفان پټان به د هند رایلز لوبډلې مشر وي، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان به د افغانستان پټان لوبډلې لوبډلمشر وي، د پاکستان لوبډلې پخوانی تیز بال اچونکی محمد عرفان به د پاکستان سټارز لوبډلې لوبډلمشري کوي.
د سریلانکا ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اپول ترانګا به د سریلانکا لاینز لوبډلمشر وي او محمد اشرفل به د بنګله دیش ټایګرز لوبډلمشر وي.
چتن شرما د نوي جوړ شوي لیګ په اړه وویل: «د اسیا لیجنډز لیګ د اسیا د پنځو غوره هیوادونو څخه د کرېکټ په تاریخ کې ځینې لوی نومونه به یو ځل بیا د غوره کرېکټرانو په توګه مبارزه وکړي، کله چې موږ د کرېکټ لوبه کوو، نو د ویاړ احساس کوو، خو دا تل د ویاړ احساس دی چې په داسې لیګونو کې د خپل هیواد استازیتوب کوو.»
همدارنګه د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی الراونډرعرفان پټان وايي: «دا یو ښه احساس دی چې لوبه وکړم. د اوږدې مودې راهیسې د کرېکټ د مبصر په توګه په میدان کې وم خو زموږ لومړۍ مینه تل د کرېکټ لوبه کول دي.»
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان هم پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې، د اسیا کرېکټ د پنځه غوره هیوادونو څخه پنځه لوبډلو په ګډون (افغانستان پټانز، پاکستان سټارز، سریلانکا لاینز او بنګله دیش ټایګرز) لوبډلې به د قطر په دوحه کې د یوبل په وړاندې ولوبیږي.

ډېر لیدل شوي

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو
۱

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۲
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۳

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

۴

فرمان یوسفزی رانا ثناالله ته؛ د بل کور ته د ډبرو غورځوونکي باید د ګلونو تمه ونه لري

۵

په مانیښ کانال کې د پناه‌غوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي