• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د پنجشیر ۴۰ زره قیراطه زمرود په درې میلیونه ډالرو پلورولي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۷ GMT+۰

د طالبانو کانونو وزارت په دیارلسم پړاو کې د پنجشېر ۲ زره او ۸۶۸ قیراطه زمرود په ۲ لکه او ۹۶ زره او ۷۵۰ امریکايي ډالرو پلورلي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۴۰ زره قیراطه زمرود پلورلي چې له درې ميليونو زیات امریکايي ډالرو یې پې ترلاسه کړي.

د طالبانو کانونو وزارت د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې ۱۱مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په ديارلسو پړاونو کې یې ۴۰ زره او ۵۸۸ قيراطه زمرود په ۳ میلیونه او ۳۱۵ زره او ۷۵۰ امریکايي ډالرو پلورلي دي.
دغه وزارت وايي، د پنجشېر د زمردو استخراج لږ تر لږه لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
دغه وزارت ادعا کړې چې د پنجشیر په ټولو پلورل شویو زمردو کې د طالبانو د ادارې ونډه یوازې ۱۰٪ سلنه وه.
خو د زمرودو یو شمېر کاروباریان د طالبانو دا یوه تشه دعوه بولي.
د روان کال د زمري میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو کان کیندنه پیل کړه او تر دې دمه یې په زرګونو قیراطه زمرود له کانونه را ایستلي او پر افغان سوداګرو یې پلورلي دي.
د دغې ډلې د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۷۵۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي او دا مهال ۵۰۰ کانونه فعال دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۳

پاکستان تازه افغان طبي محصلینو او ډاکټرانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه

۴

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کمپ کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۵

د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه؛ د بشري حقونو بنسټونو دا اقدام ناعادلانه بللی