زهرا بلوڅ: هغه ترهګر چې پاکستان ته ګواښ پېښوي، په افغانستان کې پټ دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۲

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، هغه ترهګر چې پاکستان ته ګواښ پېښوي په افغانستان کې پټ دي.
پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز لیکلي، چې اغلې بلوڅ د خپلې اونیزې خبري غونډې پرمهال د یوه خبریال د خبرو په ځواب کې ویلي چې په دې اړه یې افغانستان ته اسناد هم وړاندې کړي.

خو دغې رسنۍ په دې اړه نور مالومات ته دي خپاره کړي.

پاکستان تر دې وړاندې هم په وار، وار افغانستان تورن کړی و، چې له خاورې یې دوی ته ګواښ دی او وسله‌وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي.
خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو په ځلونو ردې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ