• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپایي ټولنه له اوکراین سره د ۵۰ میلیارده یورو مرسته کوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۶ GMT+۰

د اروپايي شورا مشر خبر ورکړ چې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۷ کال پورې اوکراين ته د ۵۰ ملياردو يورو د نویو مرستو لپاره موافقت کړی. شارل میشل ویلي: «اروپايي ټولنه د اوکراین د ملاتړ مشري او مسوولیت په غاړه اخلي. موږ پوهیږو چې څه له ګواښ سره مخ دي.»

نوموړي په ​​خپل اېکس کې لیکلي، چې نوې بودیجه به د اوکراین د باثباته او اوږدمهاله مالي تمویل لامل شي.
په ورته وخت کې ډیلي میل راپور ورکړی چې پر اوکراین د روسیې له یرغل دوه کاله وروسته، د کییف اقتصاد ملاتړ ته جدي اړتیا لري.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اروپايي ټولنې د ۵۰ میلیارده یورو د مرستې د پرېکړې هرکلی کړی دی.
نوموړي هم خپل اېکس کې لیکلي: «دا ډیره مهمه ده چې دا پریکړه د ټولو ۲۷ [اروپایي اتحادیې] د مشرانو لخوا شوې ده چې یو ځل بیا د اروپایي اتحادیې قوي یووالی ثابتوي.»
د ښاغلي زیلینسکي په خبره، له اوکراین څخه د اروپايي ټولنې د مالي ملاتړ دوام به اوږدمهاله اقتصادي او مالي ثبات پیاوړی کړي، چې ارزښت یې له پوځي مرستو او پر روسیې د بندیزونو له فشار څخه کم نه دی.

د تېر کال وروستیو کې د اروپايي ټولنې یوه غړي هنګري اوکراین ته د مرستو ور کولو او په دغه ټولنه کې د کیف له غړیتوب سره مخالفت کړی و.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول

۵

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي