• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امر بالمعروف وزیر: د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حقونو د دفاع ضامن دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۰

په داسې حال کې چې د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حقونو تر ټولو ستره نقضوونکې اداره بلي، د یاد وزرات وزیر دغه وزارت د ښځو له حقونو د دفاع خبره کوي.

محمد خالد حنفي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) په پکتیا ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ښځو د حقونو د دفاع ضامن دی.
نوموړی وایي: "که زموږ اداره د نړۍوالو د بندیزونو تر اثر لاندې راتلی نو په افغانستان کې به اسلامي نظام تطبیق شوی نه و."
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر همدا راز زیاته کړه، چې د بشري حقونو سم تعریف نه دی شوی او نړۍ د بشري حقونو په نوم اسلامي احکام نقضوي.
سر ه له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امربالمعروف وزارت پر افغان ښځو د بندیزونو څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي؛ خو ښاغلی حنفي وایي د هرې افغانې ښځې حق چې تر پښو لاندې کیږي کولی شي د دغه وزارت ریاستونو ته مراجعه وکړي.
نوموړي که څه هم د کومې مشخصې ادارې نوم نه دی اخیستی خو وایي یو شمیر ادارې ښځو ته ډالر ورکوي ترڅو په افغانستان کې بې حجابي عام کړي.
په وروستۍ یوه میاشت کې د بې حجابۍ په پلمه یاد وزارت لسګونه ښځې د هیواد له بیلابیلو سیمو نیولي دي او نامعلومو ځایونو کې ساتل کیږي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۴

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۵

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي