د امریکا د کانګرس غړی: په افغانستان کې پخواني امنیتي ځواکونه په هدفي ډول وژل کیږي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۲

د امریکا د استازو جرګې غړي براین مسټ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د بایډن ادارې د چارواکو او طالبانو د څرګندونو برعکس په افغانستان کې پخواني افغان امنیتي ځواکونه په هدفي ډول او پلان سره وژل کیږي.

هغه د بایډن د ادارې چارواکي په دروغو ویلو تورن کړل او ویې ویل چې په افغانستان کې د امریکا حکومت د پخوانیو همکارانو او د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو په هدفي ډول وژل نه مني.
طالبانو د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژلو او ځورولو په اړه د نړیوالو سازمانونو او لویو خبري اژانسونو راپورونه رد کړي او دا ډول وژنې یې شخصي دښمنۍ بللې دي.
ښاغلي مسټ د نړیوالو سازمانونو ګڼو راپورونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا شواهد د پخوانیو امنیتي ځواکونو د هدفي وژنو پخلی کوي.
د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستو په اړه د څېړنې په موخه غونډه وکړه.
دغه غونډه د جمهوري غوښتونکو، دیموکراتانو او د دغو سیمه ایزو همکارانو ملاتړ کونکو تجربه لرونکو عسکرو په شتون کې او همدارنګه د یوه افغان ژورنالیست په ګډون جوړه شوې وه.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ