د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت: تر اوسه له سل زرو ډېر کډوال وړیا خپلو سیمو ته لېږدول شوي

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي؛ له پاکستانه په جبري توګه د کډوالو د اېستلو د لړۍ له پیل راهیسې یې په افغانستان کې یو لک درې نیم زره کډوال خپلو سیمو ته وړیا لېږدولي دي.

دغه وزارت نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې یوازې په روانه اونۍ یې ۹۳ کورنۍ چې شمیر یې ۴۵۴ کسانو ته رسیږي؛ کندهار، کابل، هلمند، ننګرهار، کونړ، لغمان او یو شمیر نورو ولایتونو ته لېږدولي دي.
دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې دا کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارو خپلو ولایتونو ته لیږدولې دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له پيل تراوسه پورې له دغه هېواده نږدې څلور لکه اتیا زره افغانان په جبري توګه توګه اېستلي دي.
ډیری اېستل شوې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دغه کورنۍ د سرپناه، د خوړو او درملو د اسانتیاوو د برابرولو او ان تر خپلو سیمو د تګ لپاره د مالي امکاناتو له نشتون سره مخامخ دي.