په لوګر کې د کورنۍ شخړې په پایله کې شپږ تنه وژل شوي دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د رپوټ له مخې، يوه سړي په لوګر ولایت کې د کورنۍ لفظي شخړې په پایله کې شپږ تنه په ډزو وژلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د رپوټ له مخې، يوه سړي په لوګر ولایت کې د کورنۍ لفظي شخړې په پایله کې شپږ تنه په ډزو وژلي دي.
په دغه رپوټ کې راغلي، چې په وژل شوو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دی.
ویل کیږي چې دغه سړى د خوښۍ ولسوالۍ د "ارت" کلي اوسیدونکی دی او دغه سخړه د شخصي ستونزو له امله رامنځ ته شوې ده.
تراوسه د دغه وژنې انګيزه نه ده معلومه شوې خو د طالبانو چارواکو دغه کس نیولی او پلټنې ترې روانې دي.


د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي چې د حجاب په پلمه د ښځو خپلسره نیول دې ژر تر ژره پای ته ورسوي. د دغه سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکو په یوه ګډه اعلامیه کې دغه غوښتنه کړې ده.
په دغه اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د جدي میاشتې له پیل راهیسې په دې پلمه چې د ځینو ښځو د جامو اغوستلو طریقه د دوی له لارښوونو سره په ټکر کې ده، د ښځو د نیولو او زنداني کولو لړې پیل کړې ده.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې ریچارډ بینیټ په ګډون د ملګرو ملتونو دغو چارواکو ویلي، چې طالبانو لومړی د کابل په لوېدیځ کې د هزاره ګانو په سیمه کې د ښځو نیول او بندي کول پیل او بیا یې په چټکۍ سره دا عملیات د کابل تاجک مېشتو تر سیمو ته هم وغځول.
په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د بامیان، بغلان، بلخ او کندز په ګډون په نورو ولایتونو کې د ښځو نیولو ته دوام ورکړی.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اعلامیې له مخې، طالب جنګیالیو د پیر او پلور مرکزونو، ښوونځیو، سړکونو او کوڅو په ګډون په عامه ځایونو کې ښځې نیولي دي.
اعلامیې زیاته کړې، چې طالب جنګیالیو په زور نیول شوې ښځې د پولیسو په موټرونو کې اچولې او پر هغوی یې د «بد حجاب» او «رنګه او تیزو جامو» د اغوستلو تور لګولی، هغه څه چې د دې ډلې د لارښوونو خلاف کار دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکونکو په خپله اعلامیه کې لیکلي: «موږ پر طالبانو غږ کوو چې د ښځو او نجونو د جامو اغوستلو پر بنسټ د هغوی د ازادۍ د محدودولو ټولې چارې پای ته ورسوي او په سمدستي توګه ټولې هغه ښځې او نجونې خوشې کړي چې په بند کې دي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي او د نړيوالو کنوانسیون په ګډون د بشري حقونو په اړه د افغانستان نړیوال مکلفیتونه مراعات او له تبعیض پرته د بشري حقونو د خوندیتوب او د قانون د حاکمیت د تطبیق لپاره کار وکړي.
د ۱۴۰۱ کال د جوزا په میاشت کې طالبانو امر کړی و چې ښځې دې "مناسب حجاب" او چادري واغوندي. "چادري" چې ښځې له سر څخه تر پښو پورې پوښي، او د ښځو نارینه خپلوان مجبور شوي چې دا حجاب پردوی واغوندي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، ښځو ته د هغوی د جامو د نوعیت له امله سزا ورکول او نارینه ته د هغوی د جامو اغوستلو د طریقې د څارنې مسوولیت وسپارل د ښځو له حقونو څخه سرغړونه ده. هغوی دغه چاره د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض بللی چې د هغوی ټولنیز حیثیت ته زیان رسوي.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په میاشت کې طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د پرله پسې فرمانونه په صادرولو سره له ښځو یې وغوښتل چې د دې ډلې د مشرانو له نظره جامې واغوندي او د کورنیو له نارینه وو څخه یې وغوښتل چې د خپلو کورنیو د ښځو د جامو د اغوستلو د څرنګوالي د تعینولو مسوولیت په غاړه واخلي.
د طالبانو مشرانو ویلي دي چې دوی د "شریعت" پر بنسټ د ښځو د جامو پر ډولونو محدودیتونه لګولي دي. دا ډله د اسلامي شریعت څخه ځانګړی برداشت لري او په خورا سختۍ سره یې پلي کوي.

د سویس فدرالي شورا د افغانستان له وجهي صندوق سره د 'امتیازاتو او مصونیتونو' تړون لاسلیک کړ. د سویس د فدرالي شورا د په اعلامیه کې راغلي چې، دا تړون به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه پلي کیږي.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د وجهي صندوق د ساتنې بورډ اداره کولی شي د هغو پیسو ورکړه تصویب کړي چې «د افغانستان د خلکو په ګټه وي».
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان د وجهي صندق د ساتنې بورډ اداره کولی شي د ځینو مهمو وارداتو د پیسو په ورکړه کې هم مرسته وکړي، لکه د انرژي واردات چې د افغانانو اساسي اړتیاوې پوره کوي او د هېواد اقتصادي ثبات سره مرسته کوي.
د سویس د فدرالي شورا په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د وجهي صندوق د ساتنې بورډ ډاډ ورکوي، چې د افغانستان مرکزي بانک ته به پیسې هغه مهال انتقالوي چې دغه بانک له سیاسي نفوذ څخه خپله خپلواکي وښیي.
پردې برسېره، د افغانستان مرکزي بانک باید ډاډ ورکړي، چې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمول سره د مبارزې لپاره یې مناسب اقدامات ترسره کړي دي.
تر اوسه د افغانستان د وجهي صندوق د اداري پلاوي د غړو او د هغوی د انتخاب د پروسې په اړه ډېر معلومات په رسنیو کې نه دی خپور شوي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، انورحق احدي او شاه محمود محرابي د دغه بورډ دوه غړي دي، خو د نورو غړو په اړه يې ډېر لږ معلومات خپاره شوي دي.
د سويس د فدرالي شورا په اعلاميه کې راغلي چې له دې هوکړه لیک سره د افغانستان وجهي صندق په رسمیت پیژني او د دغه صندق د شتمنیو د ساتنې ضمانت کوي.
د سویس د فدرالي شورا او د افغانستان د وجهي صندوق ترمنځ د "امتیازاتو او مصونیتونو" تړون د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۱۵ مه نیټه تصویب او د دواړو خواوو له لاسلیک وروسته پلي شو.
د اعلامیې په متن کې راغلي، چې دغه هوکړه لیک د کوربه حکومت د قانون پر بنسټ لاسلیک شوی او دا امکان برابروي چې د افغانستان د وجهي صندوق فعالیتونه او خپلواکي تضمین او شتمني یې خوندي وساتي.
د افغانستان وجهي صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې جوړ او دنده یې د افغانستان د ۳،۶ میلیارده ډالرو شتمنۍ ساتل دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه نوي راپور کې ویلي، په افغانستان او افریقا کې د القاعده، داعش او ورسره تړلو ډلو ګواښ لوړ دی او د اروپا په ګډون په ځینو سیمو کې د ګواښ کچه لوړه شوې ده. دغو کارپوهانو ویلي، چې داعش لا هم د افغانستان لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د ۲۳ مخیز راپور له مخې، طالبان او القاعده لا هم نږدې اړیکې لري او په افغانستان کې د "ترهګرو ډلو ډېر تمرکز" په سیمه کې امنیتي وضعیت کمزوری کوي.
د دغه راپور له مخې، داعش په سیمه او بهر کې د تحرک وړتیا لري او په افغانستان کې تر ټولو لوی ګواښ اوس هم له همدې ډلې څخه دی.
د کارپوهانو دغه ډله وايي، داعش تر دې دمه په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې د بریدونو په کولو بریالی شوی او د منځنۍ اسیا هېوادونه یې ګواښلي دي.
په همدې حال کې، پلاوي وویل چې په داسې حال کې چې د القاعدې سره تړلې ډلې هیڅ یوه دا توان نه لري چې په بهر کې بریدونه وکړي، خو بیا هم دوی "نړیوال ارمانونه په سر کې" لري.
د راپور له مخې، سره له دې چې داعش په عراق او سوریه کې مات شوی، خو دغه ډله په دغو دوو هېوادونو کې له درېیو تر پنځو زرو پورې وسلوال لري.
د ملګرو ملتونو ځینو غړو دغه پلاوي ته ویلي، چې په عراق او سوریه کې پر داعش جدي فشار د دې امکان زیات کړی، چې دغه ډله خپل مشرتابه افغانستان یا افریقا ته انتقال کړي.
اوس مهال ابو حفص الهاشمي القریشي د داعش مشر دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې راپور کې زیاته کړې، چې په ټوله اروپا کې د تروریستي ګواښونو کچه لوړه شوې ده.
دغو کارپوهانو په فرانسه او بلجیم کې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې وژونکو بریدونو او په څو اروپايي هېوادونو کې غیر وژونکي ترهګریزو پېښو ته اشاره کړې ده.
د دغه پلاوي په راپور کې ویل شوي، چې القاعده هم د خپلو رسنیو د تبلغاتو په ښه کولو سره د خپل پخواني وقار د بیرته راګرځولو او د نویو ځواکونو د استخدام په لټه کې ده.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت دا خبرونه رد کړل، چې واشنګټن په کابل کې خپله کونسلګري پرانیستل ارزوي. د دې سفارت یوه ویاند نن له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو په هکله د بهرنیو چارو وزارت دریځ لا بدل شوی نه دی.
نوموړی زیاتوي چې کابل ته د ډيپلوماټانو د ستنېدلو کوم لنډمهالی پلان نشته.
د امریکايي ډيپلوماټانو دا غبرګون له هغه وروسته دی چې امریکا غږ تازه په یوه راپور کې ویلي، واشنګټڼ په ډېر «احتیاط» او پرته له دې چې طالبان په رسمیت وپېژني، په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د پرانیستلو ارزونه کوي.
د دې راپور له مخې، دغه موضوع د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ستراتیژیک سند کې یاده شوې ده.
په ورته مهال د افغانستان د بیارغونې په هکله د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وایي، امریکا له افغانستانه د خپلو وګړو او پخوانیو افغان همکارانو د اېستلو لپاره په کابل کې کونسلي خدمتونه پیلول غواړي.
د سیګار د راپور له مخې، د کونسلي خدمتونو د پرانیستلو تایید د افغانستان په هکله د امریکا نوې تګلاره کې شوی دی.
د امریکا نوې تګلاره چې د تېر کال اکتوبر کې تایید شوه، په څلورو حوزو کې د پلې کېدا وړ ده، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، اقتصادي مرستې، سیمهییز مشارکت او امریکايي وګړو ته د قونسلي خدمتونو تر څنګ امریکا ته د افغان کډوالو په چارو کې مرسته شامله ده.
پر کابل د طالبانو واکمنېدو سره د امریکا په ګډون د مختلفو غربي هېوادونو سفارتونه هم وتړل شول او ځینې د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي.
د امریکا افغان سفارت هم دوحه کې دی او د کونسلي خدمتونو په هکله یې دا خبرونه په داسې مهال دي چې لا هم د دوی ډېر افغان همکاران په افغانستان کې پاتې دي.
د امریکا حکومت له فشار سره مخ دی چې ولې تر نږدې دوه نیمو کلونو پورې هم بریالی نه شو چې خپل پخواني همکاران ولېږدوي.
دا فشارونه په داسې مهال ډېرېږي چې امریکا ته تلونکي ځینې افغانان له ویزو سره پاکستان کې ونیول او زندان ته واچول شول.
تازه سي ان ان راپور ورکړی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو نږدې ۸۰ زره پخواني محلي کارکوونکي چې د متحده ایالاتو د ځانګړي کډوالۍ ویزې وړ دي په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د تخلیې په تمه دي.
دغې شبکې ویلي، چې په دې وروستیو کې د امریکایانو لسګونه زره پخواني همکاران د دوی د غوښتنلیک پروسه پیل کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خوست کې یوې غونډې ته وینا کې بیا د دې ډلې له غړو وغوښتل چې له خلکو سره سم چلن وکړي. وزیر سراج الدین حقاني د خپل ځان په مخاطبولو سره هیله وکړه که له خلکو سره ناوړه چلن کوي «خدای دې اصلاح پکې را ولي کنه دا خانه دې په بل نېک صالح سړي راډکه کړي.»
سراج الدین حقاني نن ه خوست کې د نورالقران مدرسې د فراغت غونډه کې وویل، چې طالبان دې د واکمنانو په ځای ځانونه خدمتکاران کړي: «زه خپلو واکمنانو وروڼو ته وایم چې په ځان کې دې د خادمانو صفت جوړ کړی، تواضع دې په ځان کې پیدا کړي.
پر ولس سربېره ځینې عادي طالبان هم د خپلې ډلې پر ځینې مشرانو او چارواکو نیوکې کوي چې دوی ته وخت نه ور کوي او هم یې د خپلو کورنیوغړي په لوړو څوکیو ګومارلي دي.
حقاني خپلو خبرو کې دې موضوتع ته له اشارې پرته وویل: زه دا خپله واکمني په دې خوارو افغانانو په داسې طرز او متکبرانه طریقه او بې پروايي له ملت سره برخورد کوم چې د ملت زړه را نه ازار کېږي او ما ته بد دوعا کوي، خدای تعالی دې په ما کې اصلاح راولي، که د اصلاح نه وي ، خدای دې دا خانه په بل نیک صالح سړي راډکه کړي.
سرج الدین حقاني تر دې مخکې هم بیا بیا ورته نیوکې او د خپلې ډلې د سمون غوښتنه کړې ده.
د ښاغلي حقاني اوسنۍ خبرې په داسې حال دي، چې په وروستیو کې د پخواني حکومت د نظامیانو د وژل کېدو او د ښځو پر وړاندې د محدیدتونو او زندانونو کې د دوی د اچولو بحثونه بیا تاوده شوي دي.
که څه هم طالبانو په لومړیو کې ټولبښنه اعلان کړه، خوافغانان د پخوانیو نظامیانو نیول، شکنجه کول او د وژلو شاهدان دي.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو امربالمعرف وزارت محتسبینو په کابل او ولایتونو کې ښځې د بې حجابۍ په پلمه نیولې او زنداني کړې دي، چې د طالبانو دا کړنې په کور او بهر کې اد افغانانو له غبرګونونو سره مخ دي.
سراج الدین حقاني هم د دې ډلې له امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت غوښتي و چې له خلکو سره خپل چلن ته کتنه وکړي.