د طالبانو د امر بالمعروف وزارت: په نشه یي توکو روږدي کسان دیني مشورو ته اړتیا لري

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نن وویل، د دغه وزارت محتسبینو په مخدره موادو د روږدو کسانو له بندخونو څخه لیدنه وکړه. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغو مرکزونو د څارنې پر مهال محتسبینو وويل، چې روږدي کسان ديني مشورو ته اړتيا لري.

د خبرپاڼې له مخې، محتسبینو ویلي چې د درملنې په مرکزونو کې په نشه يي توکو روږدي کسان باید په دیني لارښوونو وهڅول شي "تر څو دوی روغ شي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت شاوخوا دوه میاشتې وړاندې اعلان وکړ، چې له هغه راهیسې چې دغه ډله په ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې واک ته ورسېده، له ټول افغانستان څخه نږدې سل زره معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته استول شوي دي.