• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د انرژۍ وزیر: که طالبان د هلمند د اوبو حق رانکړي، له نړیوالو حقونو به کار واخلو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۰

د ایران د انرژۍ وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، چې که طالبان د ایران د اوبو حق ور نه کړي، هیواد به یې له نړیوالو حقونو څخه کار واخلي.

علي اکبر محرابیان ، ټینګار کړی، چي د هلمند سیند کې د اوبو د برخې د اخیستو تعقیبول د «ایران حق دی او موږ به یې تل د لاسته راوړلو غوښتنه کوو.»

په ۱۳۵۱ کال کې ایران او افغانستان د هلمند پر سیند د ایران د برخي د معلومولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ.

د ایران د انرژۍ وزیر وايي، چې د ۱۳۵۱ کال تړون نړۍوال دی او عملي کول یې اختیاري چاره نه ده.

هغه ویلي، چې که طالبان د ایران د حقونو د ورکولو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، دوی به له قانونی لارو چارو او نړیوالو حقونو څخه کار واخلي.

د ښاغلي محرابيان په خبره طالب چارواکي تل د دې د پاره، چې د ایران د اوبو پر برخې سترګي پټي کړي، په سېمه کې وچکالي او د اوبو کمښت بهانه کوي.

هغه همدا راز ویلي، چې طالب چارواکو ايران ته سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې هر څومره ژر چې شونې وي، د هلمند له سيند نه به د یران د اوبو برخه ورکوي.

د ایران د انرژۍ وزیر هیله څرګنده کړې، چې راتلونکي بارانونه به د د ې سبب شي چې ایران د هلمند له سینده د اوبو برخه لاس ته راوړي.

ایران په وار وار د طالبانو له خوا د ۱۳۵۱ کال د تړون د نه مراعاتیدو او د هلمند له سینده د اوبو د برخې د نه ترلاسه کولو په اړه انتقادونه کړي دي.

طالبان وايي،‌ چې د وچکالۍ له امله د هلمند په سیند کې کافي اوبه نشته چې د ایران د اوبو برخه ورته ورسیږي.

د روان کال په زمري میاشت کې علي اکبر محرابیان د ایراني کارپوهانو له خوا د هلمند سیند د اوبو کچې تر اندازه کولو وروسته، منلې وه چې په افغانستان کې د وچکالۍ کچه جدي ده.

ډېر لیدل شوي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي
۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۲
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۳

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۴

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۵

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې